تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هند کانګریس ګوند مشرتوب لسیزې وروسته د ګاندي کورنۍ له لاسه ووت، ملیکارجن کهړګې نوی مشر ټاکل شوی
- Author, شکیل اختر
- دنده, بي بي سي - ډیلی
- د خپرېدو وخت
د هند تر ټولو پخواني سیاسي ګوند انډین نېشنل کانکریس کې دننه له رایې اچوونې وروسته د ګوند لپاره نوی مشر ټاکل شوی دی. ملیکارجن کهړګې د ګوندي ملګرو له اکثریت رایو ګټلو وروسته د کانګریس ګوند مشر ټاکل شوی.
نوموړي ته د ټولټال ۹۳۸۵ ګوندي استازو له ډلې ۷۸۹۷ استازو رایې ورکړې او د نوموړي سیال کاندید ششي تهرور ۱۰۷۲ رایې ترلاسه کړې. د یادونې ده، چې د ښاغلي کهړګې له ټاکل کېدو سره دوی لسیزې وروسته لومړی ځل دی، چې د کانګریس ګوند لپاره له ګاندي کورنۍ بهر یو کس د مشر په توګه ټاکل کېږي.
دا په ګوند کې دننه او دغه راز د هند په سیاسي ډګر کې د کانګریس ګوند لپاره یو لوی بدلون بلل کېږي. ششي تهرور چې د ګوندي مشرتابه په ټاکنو کې یې دویم ځای خپل کړی، له رایې اچوونې وروسته وویل، ''اړینه ده، چې کانګریس ګوند پیاوړی پاتې شي او ما د همدې هدف لپاره ټاکنو کې برخه واخیسته. هیله من یم چې اوس به ګوند پیاوړی پرمختګ وکړي. ''
د کانګریس مشر په توګه د ملیکارجن کهړګې له ټاکل کېدو سره سم د ګوند مشرې په توګه د سونیا ګاندي موقت مشرتابه موده پای ته ورسېده او اوس به د ګوند بیا منظم کېدو چارو ته پام اوړي.
ملیکارجن کهړګې داسې حال کې د کانګریس ګوند مشر ټاکل شوی، چې دا ګوند د خپل سیاسي تاریخ له تر ټولو ناوړه وضعیت سره مخامخ دی او د هند یوازې دوو ایالتونو چهتیس ګړ او راجستان کې واکمن دی.
په بیهار ایالت کې بیا د واکمن ائیتلاف یوه برخه ده. خپله ښاغلی کهړګې د کرناټک ایالت اوسېدونکی دی، چې کانګریس په کې نسبتاً غښتلی دی.
ملیکارجن کهړګې د دلت یا ټیټ ټولنیز حیثیت لرونکي توکم اړوند دی او د دې توکم ډېری اړوند کسان په واکمن بي جي پي یا بهارتیه جنتا پارټي ګوند کې شامل شوي دي. د کانګریس دلت توکمه مشران هیله من دي چې د نوموړي له مشر کېدو سره به ډېری دلت توکمه هندیان بېرته کانګریس ګوند ته ورشي.