تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکرايين له سره صليب غوښتي چې د روسيې تر واک لاندې "بدنام زندان" حالت وڅاري
اوکراییني چارواکو د سره صلیب له نړیوالې کمېټې په کلکه غوښتي چې د دغه هېواد په ختیځ کې د روسي ځواکونو تر کنټرول لاندې د یوه "نوم بدي" زندان له بنديانو د لیدنې لپاره ژر تر ژره لاس پکار شي.
د اوکراییني ولسمشر د دفتر رئیس "اندري یرماک" د سره صلیب له نړیوالې کمېټې غوښتي تر راتلونکو دريوو ورځو دې په دونېڅک سیمه کې له زندانه لیدنه وکړي. نوموړۍ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د زندانیانو ژوند په خطر کې دی او موږ نور وخت له لاسه نه شو ور کولی.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې د اوکراییني چارواکو د دې بېړنۍ غوښتنې په ځواب کې ویلي، دوی له زندانیانو سره د لیدنې هڅه کوي، خو دغسې یو څه د زور له لارې نه شي کولی.
د اوکرایین د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر رئیس اندري یرماک ویلي، د اولینیوکا له زندانه د لیدنې موضوع یې د یوه ویډیويي کنفرانس له لارې د سره صلیب له نړیوالې کمېټې سره شریکه کړې ده.
نوموړي تر راتلونکې دوشنبې له یاد زندانه د سره صلیب د لیدنې غوښتنه کړې ده.
ښاغلي یرماک زیاته کړې، نه پوهېږي ولې تر اوسه د سره صلیب نړیوالې کمېټې له یاد زندانه د لیدنې هڅه نه ده کړې.
د اوکرایین ولسمشر ولودمير زېلېنسکي هم دا غوښتنه تکرار کړې او د سره صلیب نړیواله کمېټه یې په نه فعالیت تورنه کړې ده.
ښاغلي زېلېنسکې ويلي، له اولینیوکا زندانه لیدنه باید په اګسټ میاشت کې له زاپوریژیا اټومي بټۍ نه د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د لیدنې په څېر وشي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې یوه ویاند بي بي سي ته ویلي، له اولینیوکا زندانه د لیدنې لپاره یې له روسي چارواکو د اجازې تر لاسه کولو تکراري غوښتنه کړې او که اجازه تر لاسه کړي، ډلې یې د زندانیانو لیدو ته چمتو دي.
تېره میاشت هم د یادې کمېټې عمومي مدیر رابرټ مارډیني ویلي وو چې له روسي چارواکو یې د یاد زندان د لیدنې غوښتنه وکړه، خو هغوی اجازه ور نه کړه.
نوموړي زیاته کړې"موږ هره ورځ ټولو جنګي اسیرانو ته د لاسرسي هڅه کوو. دا د جګړې د دواړو اړخونو ژمنه ده چې ټولو جنګي اسیرانو ته د لاسرسي لپاره سره صلیب ته اسانتیا برابره کړي."
د اولینیوکا زندان چې د اوکرایین په دونیڅک سیمه کې موقعیت لري له ۲۰۱۴ کال راهیسې د روسي پلوو کسانو په لاس کې دی. ویل کېږي چې په دغه زندان کې له زندانیانو سره ډېر ناوړه چلند کېږي.
په تېره جولای میاشت کې د دغه زندان لسګونه زندانیان د نامعلوم لوري د برید په پایله کې ووژل شول.
کیېف وايي، دغه برید روسي ځواکونو د ربړونو او وژنو اړوند شواهدو د له منځه وړلو لپاره کړی دی، خو روسي چارواکي وايي، پر زندان اوکراییني ځواکونو راکټي بریدونه کړي دي.
په همدې تړاو بي بي سي په یوه څېړنیز راپور کې داسې شواهد موندلي چې ښيي یاده پېښه د زندان په ګودام کې چې زندانیان ساتل کېدل، د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله شوې وه چې په اغلب ګومان تر شا یې د روسیې لاس و.
په دغه زندان کې ساتل کېدونکي ډېری کسان د ماریوپل ښار د مدافعانو ژوندي پاتي شوي جنګیالي دي چې روسیې د جنګي جنایتکارانو په توګه زنداني کړي دي.