د دبۍ واکمنې کورنۍ پخوانۍ نږور د اولاد پالنې حق لپاره له ملګرو ملتونو مرسته غوښتې

    • Author, سباستین اشر
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د دبۍ واکمنې کورنۍ د یوه غړي یوې پخوانۍ مېرمنې مدافع وکیلانو د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا ته عریضه کړې.

دوی د ملګرو ملتونو له دې شورا غواړي چې د زینب جوادي او د دې د ماشوم خوندیتوب لپاره د متحدو عربي اماراتو له چارواکو سره مداخله وکړي.

په درخواست کې ادعا شوې چې له اغلې جوادي سره د شیخ سعید، بن مکتوم، بن راشد ال مکتوم په مقابل کې د ماشوم پالنې په یوه جنجالي حقوقي پروسه کې له سپکاوي ډک چلن شوی، ګواښل شوې او ځورول شوې ده.

د هغه وکیلانو نوموړې یوه نامناسبه مور بللې، او دا یې دا ادعا ردوي. دا دبۍ واکمنې کورنۍ له منځه د ناندریو وروستۍ هغه ده، چې برالا کېږي.

په دې پنځوس مخیزه عریضه کې ادعا شوې چې د اولادونو پالنې حق دا پروسه په بې پرېتوب سره نه ده څېړل شوې او شیخ سعید ته له لازم قانوني بهیر پرته د ماشومانو پالنې حق ورکړل شوی دی.

په عریضه کې دغه راز ادعا شوې چې اغلې جوادي له یوه ''برالا غیر عادلانه، تبعیضي او مغرضانه قانوني پروسې سره مخامخ وه. ''

په عریضه کې زیاته شوې، د محکمې یوازینۍ پرېکړه چې د دې په حق کې شوې وه، په څو ورځو کې له ''مناسبې توضیح '' پرته بدله شوې.

اغلې جوادي په یوه ویډیويي کلیپ کې چې بي بي سي په ځانګړې توګه ترلاسه کړې، وايي: ''د مهربانۍ له مخې مرسته راسره وکړئ، زه او ماشومان مې وېرېدلي یو او د خپل ژوند خوندیتوب ته اندېښمن یو. موږ عملاً بې کوره یو او د دبۍ په یوه هوټل کې ایسار یو، ماشومان مې بهر ته له دې وېرې نه شي وتلای چې ډارېږي، هسې نه توقیف او له ما لېرې شي. ''

۳۱ کلنه جوادي چې اصلا د اذربایجان اوسېدونکې او نړیواله جمناسټیک لوبغاړې وه، له دبۍ غږېدلې، چې په ۲۰۱۹ کال کې له شیخ سعد سره د طلاق تر مهاله یې پکې ګډ ژوند کاوه او له هغه وروسته ځکه هلته پاتې شوه، چې که له دبۍ ووځي، ښايي خپلې درې لوڼې بیا و نه ویني.

له هغه راهیسې نوموړې د خپلو اولادونو د پالنې حق تر لاسه کولو پر سره له خپل پخواني مېړه سره په قانوني شخړه کې ښکېله پاتې ده. له شیخ سعد سره چې د دبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد المکتوم خوریی دی، په ۲۰۱۵ کال کې واده وکړ او په دبۍ کې یې ګډ ژوند کاوه.