امریکا: د ۱۹۶۲ له کړکېچ وروسته د اتومي وسلو کاریدنې ګواښ د بل هر وخت پرتله ډېر دی

    • Author, ناتهن ویلیمز
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وايي، په ۱۹۶۲ کال د کیوبا له توغندیز بحران وروسته د اتومي جګړې چې ده د 'قیامت ' ورځې نوم ورکړ، احتمالي خطر د بل هر وخت پرتله ډېر دی.

نوموړی وايي، کله چې په اوکرایین کې له پر شا تګ وروسته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تکتیکي کیمیايي وسلو کارولو خبره کوله، نو ' 'ټوکې یې نه کولې. ''

نوموړي زیاته کړه امریکا هڅه کوي له جګړې د ښاغلي پوتین ''رایستلو لارې، چارې ولټوي. ''

امریکا او اروپايي ټولنې له مخکې ویلي چې د اتومي وسلو په هکله باید د ښاغلي پوتین تور-برېښ باید جدي وبلل شي، خو د امریکا ملي امنیت سلاکار جک سولیوان بیا تېره اونۍ وویل، د اتومي وسلو په هکله د مسکو له اشارو سره سره داسې نه ښکاري چې روسیه به سملاسي اتومي وسله وکاروي.

ولسمشر بایډن په وینا هغه لامل چې له کبله یې د روسیې ولسمشر د تکتیکي اتومي، بیالوژیکي یا کیمیايي وسلو کارولو په هکله ''ټوکې نه کوي دا دی چې تاسې کولای شئ ووایاست، چې پوځونه په فعالیت کې پاموړ پاتې راغلي. ''

ښاغلي بایډن خپلو ګوندي ملګرو ته په وینا کې وویل: ''د کیوبا له توغندیز بحرانه وروسته موږ په داسې صورت کې چې هر څه مخ پر ځوړ روان وي، د اتومي وسلو کارول کېدو له مستقیم خطر سره مخامخ یو. موږ د (ولسمشر) کینیډي له دورې او کیوبا له اتومي بحران وروسته هېڅکله د اتومي قیامت له تناظر سره مخ نه وو. ''

د اوکرایین د هغو څلورو سیمو په ګډون چې روسیې دا وروستیو کې په غیر قانوني توګه په خپله خاوره پورې غوټه کړې، له روسي ځواکونو بېلا بېلې اشغال شوې سیمې بېرته نیسي.

د فبرورۍ له ۲۴ څو میاشتې وروسته چې روسیې پر اوکرایین یرغل وکړ، امریکايي چارواکو په تکرار سره ویلي، چې په اوکرایین کې د جګړې له ډګره د پر شا تګ په صورت کې ښايي روسي ځواکونو داسې وسلې وکاروي چې خورا پراخ ویجاړی رامنځته کوي.

په بي بي سي کې د روسیې څانګې ایډیټر سټېو روزنبرګ وايي، روسي مشر تېره جمعه په خپله وینا کې وویل چې د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې پر جاپان د اتومي بمونو له کارولو امریکا 'یوه بېلګه ' جوړه کړې ده، او دا داسې څه دي چې لوېدیځوال حکومتونه یې له پامه نه شي غورځولای.

ښاغلي پوتین دغه راز ویلي، د روسیې خاورې ساتنې لپاره به له هغې هرې وسیلې کار واخلي چې لري یې.