پاکستان کې سېلابونه؛ 'له شپږو تر نهو میلیونو خلک به سخت بیوزلي شي'

پاکستان کې سېلابونه
    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د نړیوال بانک مسوولین وايي، پاکستان کې به د وروستیو ویجاړونکو سېلابونو په پایله کې له شپږو تر نهه میلیونه پورې خلک له سختې بیوزلۍ سره مخامخ شي.

پاکستان تېرو دوو مياشتو کې د خپل تاریخ د ترټولو ویجاړونکو سیلابونو شاهد و چې ۱۷۰۰ کسان یې مړه او څه باندې دوه میلیونه کورونه یې زیانمن کړل.

پاکستان د دغو ويجاړونکو سيلابونو له څپې سره له مخامخېدو وړاندې هم له سخت اقتصادي وضعیت سره لاس او ګرېوان و.

پاکستانۍ روپۍ د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت بايللى او د بهرنيو اسعارو زيرمې يې هم مخ په کمېدو وې، خو داسې برېښي چې اوس يې ستونزې لا په زياتېدو دي.

د نړيوال بانک نوي خپاره شوي رپوټ کې راغلي پاکستان کې د سېلابونو له امله چې له اقليمي بدلانه سره تړلي، له شپږو تر نهو ميليونو پورې وګړي ښايي سختې بې وزلۍ ته ټيل وهل شي.

دغه هېواد کې د سېلابونو مرګونې څپې کورونو او کروندو ته زيان اړولى، څاروي يې له منځه وړي، خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړې، ناروغۍ خپرې شوې او د خوړو بيې هم لوړې شوې دي.

د دې ټولو سربېره اته ميليونه وګړي بې ځايه شوي چې د ولاړو اوبو د ويالو پر غاړې په پنډغالو او يا ښارونو کې په خيمو او يا جونګړو کې ژوند کوي.

د رپوټ پر بنسټ، اندېښنه ده چې د پاکستان د بې وزلۍ کچه د همدې سېلابونو له امله له دوه نيم تر څلور سلنې لوړه شي.

د اسيا د پرمختيايي بانک د شمېرو له مخې د پاکستان د ٢٢٠ميليون وګړو ٢٠ سلنه وار له مخه په بې وزلۍ کې ژوند کوي او دا شمېر به د نړيوال بانک د وړاندوينې پر بنسټ لا زيات شي.

پاکستان سیلابونه

د عکس سرچینه، Getty Images

رپوټ کې د راتلونکي مالي کال لپاره پاکستان کې د انفلاسيون يا د پيسو د پړسوب کچه ٢٣ سلنه ښودل شوې.

کارپوهان وايي د دې وضعيت له امله د رامنځته کېدونکي منفي ټولنيز او اقتصادي اغېز سمون ښايي د پام وړ خت ونيسي.

پاکستاني چارواکو لا د نړيوال بانک دې رپوټ ته غبرګون نه دى ښوولى خو وړاندې يې ويلي چې د وروستيو سېلابونو اغېز ډېر ناوړه او بې مخينې و او پر نړيوالې ټولنې يې د اغېزمنو وګړو د لاسنيوي غږ کړى و.