د پاکستان سېلابونه؛ "انفلاسیون ۴۷ کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی"

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان مالیې وزیر وايي، په هېواد کې یې د سېلابونو او پشکال بارانونو له امله انفلاسیون یا د "پيسو پړسوب" په تېرو ۴۷ کلونو کې ترټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.
انفلاسیون په عمومي ډول هغه حالت ته وايي چې د یوه هېواد کرنسۍ پکې خپل ارزښت له لاسه ورکړي او د توکیو بیو ډېرې لوړې شي.
د پاکستانۍ روپیو ارزښت که څه هم له تازه سېلابونو پخوا هم ټیټ و خو زورورو بارانونو چې په پراخه کچه يي کرنیز تولیدات زیانمن کړي، بیې لا لوړې کړې دي.
د پاکستان مالیې وزیر مفتي اسماعیل له بلومبرګ ورځپاڼې سره په خبرو کې له پاکستانيانو غوښتنه کړې چې "د خپلې ګټې وټې مطابق ژوند وکړي."
ښاغلی اسماعیل وايي چې په روان کال کې د پاکستان اقتصادي وده درې اعشاریه پنځه ټاکل شوې- داسې حال کې چې تېر کال دا کچه پنځه وه.
نوموړی زیاتوي، دا چې سېلابونو په کمساري ډول سبزیجاتو ته زیانونه اړولي، مجبور دي له ګاونډیو هېوادونو یې وارد کړي.
د پاکستان حکومت په خپله وروستۍ پرېکړه کې له افغانستان په ورتلونکو سبزیو مالیه معاف کړې ده.
د اقلیمي بدلون اغېز

په همدې حال کې د پاکستان د اقلیمي بدلون وزیره شیري رحمان وايي، صنعتي هېوادونه باید خپلې ژمنې پوره کړي او هغو هېوادونو ته دې تاوان ورکړي چې د نړۍ د تودوخې له پایلو سره مخامخ دي.
نوموړې وايي، د اقلیمي ناورین اصلي پړه د بډایه او د چاپېریال ککړونکو هېوادونو پر غاړه ده او دوی په کافي کچه د شین کوریزو غازونو خپرېدا نه ده راټیټه کړې. اغلې رحمان وايي نړیواله تودوخه اوس یوه داسې ستونزه ده چې ټوله نړۍ ورسره مخامخ ده.
دا څرګندونې داسې حال کې کېږي چې پاکستان کې د بېسارو سیلابونو له امله د څه باندې دېرش میلیونو خلکو ژوند اغېزمن شوی دی، نژدې یو نیم میلیون کورونه ویجاړ شوي او د دغه هېواد نژدې نیمايي حاصلات له منځه تللي دي.
د سند ایالت په دادو ولسوالۍ کې چارواکو خبرداری ورکړی چې په یوه لوی بند کې اوبه خطرناکې کچې ته رسېدلې دي.
پاکستان کې د بې سرحده ډاکټرانو د بنسټ مشر، آزاد الوکو بي بي سي ته وویل، په ځینو لېرې پرتو سیمو کې د ناپاکه اوبو له امله د کولورا ناروغۍ پېښې پيدا شوې دي چې نوموړی یې "اندېښمنونکې بولي."
د سېلابونو امله د پاکستان په ډېرو سیمو کې د پاکو اوبو سیستم خراب شوی او د څښاک اوبه په سختۍ پیدا کېږي.
د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۶ نور کسان مړه شوي، چې له دې سره د ټولو مړو شمېر ۱۲۹۰ تنو ته رسېدلی.
د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، تېرو څلورويشتو ساعتونو کې په سند کې ۲۲، خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې دوه دوه تنه مړه شوي دي.
د پاکستان پوځ په ځینو سیمو کې د خلکو د ژغورنې لپاره لنډمهال کمپونه جوړ کړي دي.
د سېلاب له وجې تر دې دمه تر ټولو زياته مرګ ژوبله سند ايالت کې شوې ده.
په پاکستان کې د سند صوبې د دادو سیمې له غرونو څخه زیات سیلابونه د استوګنې سیمو ته راوتلي او په دغه سیمه کې یې لږ تر لږه ۲۵۰ زره کسان له خطر سره مخامخ کړي دي.




















