ایران کې د ښوونځي زدکوونکو نجونو د ملېشه ځواک چارواکی وینا ته پرېنښود

    • Author, ډېویډ ګریفتین
    • دنده, بي بي بي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په ایران کې د روانو احتجاجونو لړ کې چې اوس د ښوونځیو ټولګیو ته هم غځېدلي، د یوه ښوونځي زدکوونکو نجونو د بسیج نومي ځواک یو غړی وینا کولو ته پرېنښود.

په یوه تازه ویډیويي کلیپ کې لیدل کېږي چې زدکوونکې خپل ټیکري په هوا کې ښوروي او دې چارواکي ته چې دوی ته د وینا کولو لپاره بلل شوی و، وايي: ''ورک شه، بسیجینه ''

بسیج د هغو احتجاجونو ځپلو کې مرستندوی ځواک و، چې د پولیسو توقیف کې د ۲۲ کلنې کرد‍ۍ ښځې مهسا امیني له مړینې وروسته پیل شول.

په یوه بل ویډیويي کلیپ کې یو سړی داسې حال کې د ''مړ دې وي، دکتاتور '' شعار ورکولو په حال کې لیدل کېږي، چې یوه ډله نجونې سناندج ښار د ''ازادي، ازادي، ازادي '' شعارونه ورکوي او د پاخه عمر یوه ښځه لاسونه ورته ټکوي.

بل لور د ایران پوهنې وزیر یوسف نوري پر ''دښمن '' تور پورې کړی، چې پوهنتونونه او ښوونځي په نښه کوي.

د ایران لوی څارنوال محمد جعفر منتظري بیا پر چارواکو غږ کړی، چې د ځوانو ایرانیانو له احتجاجونو سره د مخامخېدو لپاره چمتو شي، چې د ده په وینا د انټرنېټ له کبله ''په لومه کې نښتي. ''

د دې دواړو چارواکو له ویناوو سره هممهاله د ایران بشري حقونو فعالانو ''هرانا ''نومي خبري اژانس یو ویډیويي کلیپ خپور کړی، چې پلازمېنه تهران کې امنیتي ځواکونو د نجونو یوې ډلې په شاتمبولو په حال کې پکې لیدل کېږي.

په یوه بل ویډیويي کلیپ کې بیا د کرج ښارګوټي یوه ډله نجونې له یوه داسې سړي د تېښتې په حال کې لیدل کېږي چې عادي کالي یې اغوستي، پر موټرسایکل ګرځي او فکر کېږي چې د امنیتي ځواکونو غړی دی.

ایران کې دغه دولت ضد احتجاجونه تېره میاشت د مهسا امیني تر وژل کېدو وروسته پیل شوي او اوس بېلابېلو ښارونو او تعلیمي ادارو ته غځېدلې دي.

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنايي تېره اونۍ ويلي و، چې د مهسا امیني مړیني په ژوره توګه خواشینی کړی خو امریکا يي تورنه کړې چې په ایران کې د حکومت ضد پراخو احتجاجونو تر شا لاس لري.

د یهودیزم ضد مبارزه کې د امریکا ځانګړې استازي دیبرا لیپسټېډ بیا ایران کې د احتجاجونو په اړه د ایران مذهبي مشر څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، ایران کې د ښځو پر ضد تاوتریخوالی د احتجاجونو لامل شوی دی.