تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په ایران کې د ښوونځیو زدکوونکو نجونو د احتجاج په توګه ټیکري له سرونو لېرې کړل
- Author, ډېوېډ ګریتن
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
په ایران کې د ښوونځیو زدکوونکې نجونې پړوني یا ټیکري رپوټ، د چارواکو پر ضد شعارونه ورکوي او د هغو مظاهرو ملاتړ کوي، چې د دې هېواد په لر او بر کې روانې دي.
په هغو ویډیويي کلیپونو کې چې بي بي سي تایید کړې دي، ښکاري چې د یو شمېر ایراني ښارونو په لارو، کوڅو او ښوونځيو کې دا ډول مظاهرې شوې دي.
دا مظاهرې تېره میاشت د پولیسو په توقیف کې د یوې ښځې له مړینې وروسته پیل شوې، چې د حجاب قوانینو د سرغړوونې په تور نیول شوې وه.
له کرج ښاره راغلي رپوټونه وايي، نجونو د پوهنې یو چارواکی له ښوونځي شړلی دی.
په ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي، چې نجونې په دې سړي د اوبو بوتلونو ګوزارونه کوي، ورته وايي: ''شرم وکړه '' او بیا دا چارواکی په داسې حال کې لیدل کېږي، چې د ښوونځي له دروازې بهر وځي.
د پلازمېنې تهران په سویل کې له همدې کرج ښاره یوه بله خپره شوې ویډيو کې زدکوونکو غږ اورېدل کېږي چې وايي، که یو موټی نه شو، یو په بل پسې به مو ووژني.
بل لور د دوشنبې پر ورځ په سویلي شیراز ښار کې د ښوونځیو لسګونو زدکوونکو نجونو لویه لار تړلې وه، ټيکري رپول او شعار یې ورکاوه: ''مړ دې وي، دکتاتور ''
دا شعار د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنايي ته اشاره بلل کېږي، چې په هره موضوع کې خبره پرېکنده بلل کېږي.
د ښوونځيو نجونو دا مظاهرې له هغه وروسته پیل شوې چې ښاغلي خامنايي د احتجاجونو په لړ کې بالاخره چوپتیا ماته کړه او پر امریکا او اسراییل یې د 'بلوا ' تنظیمولو تور پورې کړ.
نوموړي له امنیتي ځواکونو خپل ملاتړ هم اعلان کړ، چې د دې مظاهرو ځپلو لپاره یې له سخت زور، زیاتي کار اخیستی.