نیکا شاکرمي؛ امنیتي ځواکونو ولې د یوې پېغلې جسد غلا او هغه په پټه ښخه کړه؟

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

ایران کې د روان دولت ضد اعتراضونو پر مهال د 'نیکا شاکرمي' په نوم د یوې وژل شوې ۱۶ کلنې نجلۍ کورنۍ ته دوو نږدې سرچینو بي بي سي ته ویلي چې "امنیتي کسانو د هغې مړی د خرم اباد ښار له غسل خانې په پټه ایستلی او په ویسیان کلي کې یې پټه خاورو ته سپارلې ده."

ټاکلې وه نیکا د خپلې کورنۍ لخوا دوشنبه د خرم اباد صالحین هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

د یوې سرچینې په وینا که څه هم د هغې کورنۍ حکومت ته ژمنه ورکړې وه چې جنازه به یې په سترو مراسمو نه کوي او یوازې نږدې خپلوان به پکې برخه اخلي، خو "امنیتي کسانو بیا هم تر غسل وروسته نیکا د هغې د کورنۍ له خبرولو پرته خاورو ته سپارلې ده."

د دغه خبر تر خپرېدو وروسته یو شمېر خلکو د خرم اباد په هدیره کې پر لاریون لاس پورې کړ او "مرګ پر دیکتاتور" شارونه یې ورکول.

دا سرچینه وايي د نیکا کورنۍ د غسل پر مهال لیدلې چې د هغې بدن له سینې تر خیټې څېرل شوی او بېرته ګنډل شوی دی.

امنیتي ځواکونو ویلي دا کار د عدلي طب څېړنو لپاره شوی.

د یادونې ده چې امنیتي کسانو د یکشنبې پر ورځ د نیکا ترور 'اتش شاکرمي' نیولې وه.

ویل کېږي چې نیکا له یو کلنۍ له خپلې همدې ترور سره چې انځورګره ده، تهران کې ژوند کاوه.

اتش شاکرمي وروستیو ورځو کې د هغې د وضعیت په اړه رسنیو سره مالومات شریکول.

د یوې سرچینې په وینا امنیتي ځواکونو شاکرمي کورنۍ ګواښلې چې که په دولت ضد احتجاجونو کې ګډون وکړي نو "اتش شاکرمي به هم ووژني."

امنیتي کسانو دوشنبه د نیکا ماما 'محسن شاکرمي' هم ونیو.

نیکا شاکرمي د وږي/سنبلې په ۲۹مه د تهران د بلوار کشاورز په لاریون کې برخه اخیستې او وروستۍ تلېفوني اړیکه کې خپلې ملګرې ته ویلي و چې امنیتي کسان یې تعقیبوي.

هغه لس ورځې تری تم وه او د ورکې له اعلان وروسته یې کورنۍ مړی کهربزک کې وموند.

امنیتي کسانو یې د کورنۍ غړو ته هغه مهال یوازې د مخ لیدو اجازه ورکړې وه.

د هغې جسد ۱۱ ورځې وروسته تېره شنبه د تلې/میزان په ۹مه کورنۍ ته وسپارل شو.‌

کورنۍ یې جسد پرون یکشنبه چې د تلې میاشتې له ۱۰مې او د نیکا شاکرمي د ۱۷کلنۍ له زېږېدو ورځې سره برابرېده له تهرانه خرم اباد ته ولېږداوه.

وړاندې د هغې ترور اتش شاکرمي بي بي سي ته ویلي و چې امنیتي ځواکونو ورته ویلي 'نیکا له لوړ ځایه د راپرېوتلو' له کبله مړه شوې ده.

د اغلې اتش په وینا دوی د امنیتي ځواکونو پر توضیحاتو قناعت نه لري او د قانوني څېړنې غوښتنه کوي.‌

د ایران حکومت په ګڼو مواردو کې هڅه کړې چې د اعتراضونو پر مهال د وژل شویو کسانو له جسدونو د هغوی د کورنیو غلي کولو لپاره د فشار وسیلې په توګه ګټه واخلي.