اوومه پېړۍ کې خښې شوې د سرو زرو سکې په دېوال کې وموندل شوې

د عکس سرچینه، iSrael Antiquities Authority
د اسرائیل په شمال کې له یو لرغوني ځایه ۴۴ د سرو زرو داسې سکې موندل شوې دي چې ګومان کېږي په اوومه میلادي پېړۍ کې خښې شوې وې.
د بانیاس سیمه کې موندل شوې دا سکې ټولټال ۱۷۰ ګرامه وزن لري او ماهرین اټکل کوي چې په ۶۳۵ میلادي کال کې هغه مهال خښې شوې چې مسلمانانو پر یاده سیمه قبضه وکړه.
کارپوهان وایي، له دې سکو د بازنطین امپراتورۍ د وروستیو کلونو په اړه خینې مالومات او نښې نښانۍ ترلاسه شوې دي.
بازنطین مپراتوري د روم د امپراتورۍ ختیځه څنډه وه، چې څه باندې زر کاله یې دوام وکړ.
سیمه کې د لرغونپوهانو د یوې ډلې مشر وایي، داسې ګومان کوي چې د دې سکو څښتن د جګړې له وېرې خپله ټوله شتمني دې دېوال کې خښه کړې وه او تمه یې درلوده چې بیا به ورته راستون شي.
اسرائيلي چارواکي وایي، د کیندنو پر مهال په سیمه کې د سرو زرو له دې سکو پرته یې ځینې لرغونې ودانۍ، د اوبو کانالونه، پایپونه، د مسو سکې او ځینې نور شیان هم موندلي دي.














