د ایران لاریونونه؛ 'انتظامیه ځواکونه به تر وروستۍ سلګۍ ولاړ وي'

د خپرېدو وخت

د ایران انتظامیه ځواکونو مشر لاریونیانو ته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ځواکونه به یې تر وروستۍ سلګۍ د اړ و دوړ د مخنیوي لپاره ودرېږي.

ددغو ځواکونو مشر د هېواد د وسله والو ځواکونو (پوځ، سپاه او بسیج) مننه کړې ده.

یاد قومندان معترضان د حکومت (دوښمنان) او (اړ و دوړ جوړوونکي) بللي چې په وینا یې د خلکو د امنیت خرابولو لپاره (له هرې پلمې په ګټه اخیستو نظم، امنیت او ارامي له منځه وړي).

وړاندې د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه ای د صدا او سیما له تلوېزیوني شبکې ژوندۍ خپرونه کې پرته له دې چې د مهسا امیني مړینې ته اشاره وکړي، ویلي وو، "د وسله والو ځواکونو ملاتړ یو واجب کار دی".

په ایران کې د لاریونونو یوولسمه ورځ ده او د حکومت او مذهبي مشر پر ضد د اجباري حجاب خلاف شعارونه ورکوي.

د ایران لاریونونه؛ د مخکني ولسمشر رفسنجاني لور نیول شوې

ایراني خبري رسنیو ویلي، امنیتي کسانو د ایران د پخواني ولسمشر علي اکبر هاشمي رفسنجاني لور فائزه هاشمي د سې شنبې په ورځ په هېواد کې اړ و دوړ ته د خلکو د هڅولو په تتور نیولې ده.

تسنیم خبري اژانس ویلي "فائزه هاشمي د تهران په ختیځ کې د هغو تورونو له کبله نیول شوې چې ګنې واټونو ته د لاریونونو راوتلو لپاره یې خلک هڅول".

په ایران کې یوولس ورځې کېږي چې د حکومت پرضد لاریونونه روان دي، لاریونیان د خپلو شخصي ازادیو او حقونو غوښتنه کوي.

دا لاریونونه وروسته تر هغه ډېر شول چې د ایران اخلاقي نظم پولیسو ۲۲ کلنه مهسا امیني د حجاب سم نه مراعتولو په تور ونیوه او په توقیف کې مړه شوه.‌

فائزه هاشمي د ښځو د حقونو فعاله او پارلمان مخکنۍ وکیله ده. مخکې هم د ایران د قوانینو پلې کوونکو چارواکو له مخالفت سره مخامخ شوې ده.‌

دا پر واکمن نظام سختې نیوکې کوي.

په تېره جولای میاشت کې پر هغې د هېواد پرضد فعالیتونو تور ولګول شو.

هغه مهال دې ویلي وو، د امریکا د ترهګرو له نوملړه د ایران د انقلابي ګارډ د ایستلو غوښتنه د ایران "ملي ګټو" ته زیان رسوي.

هغې د پیغمبر حضرت محمد (ص) د یوې مېرمنې خدیجې په تړاو هم ځینې څرګندونې کړې وې چې ایران دا څرګندونې اسلام ته "سپکاوی" بللی و.

فائزې ویلي وو، چې خدیجه "یوه سوداګره ښځه" وه، مانا دا چې یوه ښځه په اقتصادي فعالیتونو کې هم ځان ښکېلولی شي. دې ویلي وو چې پیغمبر د هغې پیسې مصرف کړې وې.

د ایران خبري رسنیو هغه مهال ویلي وو، چې ګنې د فائزې څرګندونې "ټوکې دي... او د سپکاوي هېڅ نیت یې نه درلود".

په ۲۰۱۲ کال، پر اغلې هاشمي د اسلامي جمهوریت پرضد د تبلیغاتو د تور له کبله د شپږو میاشتو بند سزا وختله.