د هند حکومتي ودانیو کې د احتجاج په ډول غواګانې خوشې شوي

د خپرېدو وخت

خیریه بنسټونو چې د هند په لوېدیځ ګجرات ایالت کې د غواګانو خوندي ځایونه اداره کوي زرګونه غواګانې يې د دې لپاره حکومتي ادارو کې خوشې کړي چې حکومت ورسره کړې ژمنې نه دي عملي کړي.

پر خواله رسینو خپرو شویو ویډیوګانې کې ښکاري چې په دولتي ودانیو کې ګڼ شمېر غواګانې ګرځي.

احتجاج کوونکو ګواښ کړی چې که حکومت ورته بودیجه ور نه کړي راتکونکي ایالتي ټاکنې به تحریم کړي.

ګجرات د هند له هغو ایالتونو دی چې غواګانو کې د پوټکي د ناروغۍ له خپرېدو رنځ وړي چې له امله یې ډېرې غواګانې مړې شوي هم دي.

دغاه ایالت تر اوسه له ۵۸۰۰ زیاتو غواګانو د مړینې رپوټ ورکړی په داسې حال کې چې اټکل کېږي نږدې ۱۷۰۰۰۰ غواګانې په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

غوا ډېرو هندوانو لپاره سپېڅلې څاوری دی او د ګجرات په ګډون ۱۸ نورو ایالتونو کې یې حلالول ناقانونه دي.

۲۰۱۷ کې ګجرات د غواګانو د ساتنې قوانین سخت کړل او اعلان یې وکړ چې که څوک یوه غوا حلاله کړي د عمري بند سزا به ورکړل شي.

د همدغه اعلان پایله ده چې اوس زیات شمېر غواګانې پر سړکونو ښکته پورته کېږي او د ترافیکي خنډونو لامل ګرځي او یا هم په کورونو ورننوځي.

د ګجرات دولت د سږ کال په بودیجه کې خوندي ځایونوکې د غواګانو او نورو زړو څارویو د ساتنې لپاره ۵ میلیارد هندۍ کلدارې(۵۷ میلیونه پاونډه) ځانګړي کړي و.

خو اوس د دغو خوندي ځایونو د ساتني مسولین وايي له حکومت یې هیڅ پیسې نه دي ترلاسه کړي او حکومتي مسولین ورسره چل کوي.

دوی وايي له دې وړاندې یې څو ځله حکومت ته شکایتونه کړي خو غږ یې نه دی اورېدل شوی او اړ شوي چې ورته اقدام وکړي.

اڼډین ایکسپرېس رپوټ ورکړی چې نږدې ۱۷۵۰ کسان چې غواګانې لري او په دغه خیریه موسسه کې شاوخوا ۴۵۰۰۰۰ غواګانې ساتل کېږي په دغه احتجاج کې برخه اخیستې ده.

د رپوټونو له مخې، تېرو څو ورځو راهیسې ګجرات ایالت سړکونه له غواګانو ډک دي او د سمه ییزې محکمې په ګډون ګڼې دولتي ودانۍ غواګانو په سر اخیستي دي.

پولیس وايي، باناسکانتا، پټان او کوچ ولسوالیو کې یې ۷۰ احتجاج کوونکي نیولي دي.

د ګجرات د څارویو پالنې وزیر منلې چې مرستې د "اداري ستونزو" له امله ځنډول شوي دي او ژمنه یې وکړه چې په یو دوه ورځو کې به حل شي.

احتجاج کوونکو ګواښ کړی چې که غوښتنې یې و نه منل شي احتجاجونه به نورو سیمو کې پراخ کړي.