جرمنیانو د ککړې هوا له کبله پر خپل حکومت دعوه کړې

د خپرېدو وخت

جرمني کې یوه ډله خلکو د ککړې هوا د "خطرناکې" کچې له امله پر حکومت دعوه کړې.

دوی ادعا کوي چې د پاکې او سالمې هوا تنفس حق یې تر پښو لاندې کېږي او حکومت یې د روغتیا په ساتنه کې پاتې راغلی دی.

د ډېرو هېوادونو په څېر د جرمني د هوا ککړتیا کچه هم ډېر کله د روغتیا نړیوال سازمان له ټاکل شوې اندازې پورته وي.

د رپوټونو له مخې، په نړیواله کچه ککړه هوا د دې لامل شوې چې هر کال اووه میلیونه کسان له وخت مخکې مړه شي.

دا لومړی ځل دی چې المان کې خلک د بشر حقونو د قانون له مخې داسې یو ګام اخلي.

دا قضیه وروسته له هغې پیل شوه چې د اروپايي اتحادیې یو لوړ پوړی وکیل او د اروپا د قضايي محکمې لوی څارنوال د مې میاشت کې وویل چې د هر هېواد اوسېدونکي له حکومته د غرامت تر لاسه کولو لپاره د ورته اقدام د ترسره کولو حق لري.

دغه اووه کسیزه ادعا کوونکې ډله چې د ماشومانو په استازولۍ مور او پلار هم پکې شامل دي وايي چې روغتیا یې له خطر سره مخ ده او چارواکي یې په ساتنه کې پاتې راغلي، له دوی یو شمېر یې ساه لنډي هم لري.

دغه کسان په برلین، میونیخ، فرانکفورت او دوسلدروف کې ژوند کوي.

د ولکر بیکر باتاګلیا په نامه کس چې د المان په تر ټولو ککړ ښار مونیخ کې ژوند کوي بي بي سي ته ویلي:"د هوا ککړتیا یوه داسې ستونزه ده چې په سترګو نه لیدل کېږي، د خلکو ورپام نه وي خو وژونکې ده."

نوموړی وايي:" هره ورځ شاوخوا ۱۵۰۰۰۰ کسان زمونږ د کور مخې ته موټر چلوي، دا ډاروونکې ده، مونږ که وشو کولی له دې ښاره به وتښتو."

په دغه ادعا کې مل یو شمېر کسان وايي، د خپلو اولادونو لپاره یې پکې برخه اخیستې او په وینا یې"اولادونه یې حق لري سالمه وده وکړي او ککړه هوا یې ناروغ نه کړي"

جرمني کې د هوا ککړتیا کچه د دغه هېواد د قانون سره سمه ده خو ادعا کوونکي د دغه قانون د بدلېدو غوښتنه کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان په ۲۰۲۱ کال کې وړاندیز شوي بندیزونه کم کړل ځکه چې د ککړې هوا په اړه ډېر شواهد موجود و.

د جرمني چاپیریال ساتنې ادارې اژانس اعلان کړی چې فدرالي ایالتونه د هوا د کیفیت ارزولو مسولیت لري او که دا محدودیتونه تر پښو لاندې شي پر وړاندې یې باید اقدام وکړي.

روانه میاشت خپرې شوې څېړنې موندلې چې د موټر لوګی څنګه کولی شي د سرطان لامل شي.

پر دغې ناروغۍ له هرو ۱۰ کسانو د یوه مړینه ککړې هوا ته نسبت ورکړل شوی.

د جرمني محکمه کولی شي چې حکومت اړ کړي دغې برخه کې اقدام وکړي.

د (ClientEarth، Deutsche او Umwelthilfe ) په نامه د چاپیریال ساتنې سازمانونه هم د دغې قضیې ملاتړ کړی.

د ایرمینا کوتیوک په نامه د ClientEarth سازمان د بشر حقونو وکیله وايي:" د هوا له ککړتیا ساتنه بشر حقونو مسله ده، ډېر خلک په دې پوهېږي چې که حکومتونه په دې برخه کې غوره اقدامات وکړي نو د دوی او ماشومانو ژوند یې څومره ورسره ښه کېدای شي."

نوموړې وړاندیز وکړ چې جرمني کولی شي د هوا ککړتیا په ښه کولو کې عملي ګام پورته کړي او نور هېوادونه هم ورته ګام اخیستو ته وهڅوي.

دا قضیه د جرمني اساسي قانون په محکمه کې ثبت شوې چې د اوسیدونکو د بشر له اساسي حقونو ملاتړ کوي.

ادعا کوونکي په دې کار پیسې نه، بلکه د هېواد په کچه د حکومت عملي اقدام غوښتنه کوي.

۲۰۲۰ کال کې نهه کلنه آلا ادو کیسي دېبرا بریتانیا کې لومړنی کس وو چې د ککړې هوا له امله یې مړینه ثبت شوه.

نوموړې لندن کې اوسېده چې د ساه لنډۍ له امله مړه شوه.

د فرانسې هوا بیا په ۲۰۲۱ کال کې د هوا کیفیت په ښه والي کې د ناکامۍ له امله په ۱۰ میلیونه یورو(۸،۹ میلیونه پونډه) جریمه شوې وه.