تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند کې د مسلمانانو د یوه تنظیم څه باندې ۱۰۰ مشران نیول شوي
هندوستانو کې د هند اوڅارې جبهې په نامه د هندي مسلمانانو يوه تنظیم پر دفترونو چاپه اچول شوې او له ۱۰۰ زیات مشران یې نیول شوي دي.
د هند د ملي تحقیقاتو ادارې (NIA) له نورو ادارو سره په ګډه د دې هېواد په ګوټ ګوټ کې د هند اوڅار جبهې (Popular Front of India)په دفترونو چاپې اچولې دي.
نوموړې اداره وايي، "دا تنظیم مسلمان ځوانان د ترهګرۍ پر لور هڅوي او په ترهګریزو فعالیتونو کې لاس لري. "
د هند د ملي تحقیقاتو ادارې چارواکو په ډیلي، کرناټکا، اترپردیش، کیرالا، آندرا پردیش، تامل ناډو او یو شمېر نورو ایالتونو کې د یادې جبهې په دفترونو چاپې اچولې دي.
د کورنیو چارو وزیر امیت شاه، د ملي امنیت سلاکار اجیت دوبل او د پولیسو لوړ پوړو چارواکو په ګډه د دې عملیاتو څارنه کوله.
د ځینو سرچینو پر بنسټ د ملي تحقیقاتو اداره وايي: " کله چې د دې تنظیم په اړه مو شواهد ترلاسه کړل مونږ د عملیاتو پرېکړه وکړه. مونږ د هغو خلکو په استوګنځایونو او دفترونو چاپې ووهلې چې د ترهګرۍ لپاره پیسې ټولولې، روزنیز کمپونه یې جوړول او ځوانان یې سخت دریځۍ ته هڅول. "
د هند اوڅارې جبهې په نامه د هندي مسلمانانو تنظیم تل دغه ډول تورونه رد کړي دي.
د یادې جبهې غړي وايي، د وروسته پاتو مسلمانانو لپاره کار کوي د هغوی د حقونو پیاوړتیا هڅه کوي او له سختدریځۍ سره هېڅ سرو کار نه لري.
د یادې جبهې ملاتړو په څو ایالتونو کې د دې چاپو پر وړاندې لاریونونه کړي دي او دا یې د هندو ملتپال تنظیم دسیسه ګڼلې ده.
د هندي مسلمانانو پپیولر فرنټ اوف انډیا (Popular Front of India) جبهې مرستیال شرف الدین وايي، ان ای اې (NIA) له کلونو راهیسې زمونږ د جبهې په اړه څېړنې کوي، خو تر دې دمه یې داسې یو ثبوت هم نه دی وړاندې کړی چې وښيي دغه تنظیم دې کوم جرم کړی وي يا وښيي چې د ترهګرۍ په ډول کړنو کې ښکېل وي.
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د هند د دې جبهې زده کوونکو په کرناټکا کې د حجاب د بندیز پر وړاندې د مسلمانو نجونو په لاریونونو کې مهم رول لوبولی وو.