کرېکټ: انګلنډ پاکستان ته د شل اوریزو سیالیو په لومړنۍ لوبه کې په شپږو وېکټو ماتې ورکړه

د خپرېدو وخت

انګلنډ لوبډلې پاکستان ته د ۷ شل اوریزو سیالیو په لومړنۍ هغه کې چې د کراچۍ ښار په نېشنل لوبغالي کې وشوه، په شپږ وېکټو ماتې ورکړه.

د نن لوبه کې پچه انګلنډ وګټله، پاکستان ته یې لومړی د توپوهنې بلنه ورکړه، چې د ټولو شل اوورونو له لوبې وروسته یې د اووه وېکټو له لاسه ورکولو بدل کې انګلنډ ته د ۱۵۹ منډو هدف وټاکه.

انګلنډ لوبډلې بیا د څلورو لوبغاړو له سوځېدو وروسته په داسې حال کې ۱۶۰ منډې وکړې، چې څلور توپونه یې لا پاتې وو.

د انګلنډ لیوک ووډ ځکه د نن ورځې غوره لوبغاړی وبلل شو، چې په خپلو څلورو اوورونو کې یې درې وېکټې ترلاسه کړې او ایله ۲۴ منډې یې ورکړې.

په کراچۍ کې معین علي د انګلنډ لوبډلې مشري کوي، ځکه لوبډلمشر جوز بټلر ټپي دی او درملنه یې روانه ده. د یادونې ده، چې د دې لړۍ وروستۍ درې لوبې به د پاکستاني پنجاب په مرکزي ښار لاهور کې کېږي.

د کرېکټ شل اوریزو سیالیو په پایلوبه کې د پاکستان له ماتې وروسته د دې هېواد بېټینګ یا توپوهنه کې یو لړ بدلونونه راوستل شوي دي.

د یادونې ده، چې انګلنډ لوبډله ۱۷ کاله وروسته پاکستان ته تللې او هلته له پاکستان کرېکټ لوبډلې سره لوبې کوي.

وروستی ځل انګلنډ کرېکټ لوبډلې ۲۰۰۵ کال کې پاکستان ته سفر کړی و، چې د دریو ټیسټ لوبو لړۍ پاکستان لوبډلې دوه صفر او د پنځو یوه ورځنیو لوبو لړۍ هم پاکستانۍ لوبډله د دوو مقابل کې د دریو لوبو په ګټلو سره بریالی شوې وه.