کرېکټ: پاکستان ته د انګلنډ لوبډله وروسته له ۱۷ کلونو ورغلې ده

د خپرېدو وخت

د پاکستان او انګلنډ تر منځ وروسته له ١٧ کلونو په پاکستان کې کرېکټ لوبه په کراچۍ کې کېدونکې ده. دا به شل اووريزه لوبه وي.

په پاکستان کې د امنيتي ګواښونو له امله نړيوال کرېکټ يوه لسيزه ونه شو. د انګلنډ د لوبډلې ګڼ لوى ستوري په دې سفر کې نشته.

لوبډلمشر جاس بټلر هم د ټپونو له امله ښايي په دې لوبو کې نه وي او پر ځاى به يې معين علي د انګلنډ د لوبډلې کپتان وي.

له کراچۍ ازاد خبريال عرفان خټک د انگلنډ د دې سفر نور حال راکوي.