تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د خارکیف برید: اوکرایین له چټک ځوابي برید وروسته ختیځې سیمې په نښه کړې دي
اوکراییني چارواکي وايي، دوی د دونباس په ختیځه سیمه کې ځینې ښارګوټي په نښه کړي دي او دا ګام یې وروسته له هغه پورته کړی چې په ځوابي برید کې له روسي ځواکونو د خپلو سیمو د بېرته نیولو په برخه کې یې پرمختګ کړی دی.
په دې وروستیو څو ورځو کې د اوکرایین پوځ پرله پسې ځینې سیمې د روسیې له ولکې ازادې کړې او روسي ځواکونه یې شاتګ ته اړ کړل.
ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي وايي، پوځي ځواکونه یې پر هغه ۸۰۰۰ کیلومتره مربع سیمه ولکه ټېنګه کړې چې په خارکیف کې یې تېرو څو ورځو کې له روسیي ځواکونو بېرته نیولې.
د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي، اوکرایین "د پام وړ" لاسته راوړنې لري.
ښاغلي بایډن وویل، دا "څرګنده" ده چې دا پرمختګ له بریاو سره مل دی خو خبرداری یې ورکړ چې کېدای شي دا برید "اوږد مهاله" وي.
روسیه لا هم د اوکرایین پنځمه برخه خاوره کنټرولوي خو د دونباس ښارګوټي، چې د جګړې په پیل کې سقوط شوي وو اوس د کیېف ځواکونو لخوا تر ګواښ لاندې دي.
روسیه وروسته له هغه، چې د پلازمېنې کیېف په ګډون د اوکرایین د ټولو ښارونو په نیولو کې پاتې راغله خپل پام یې په دونباس ور ټول کړ.
دونباس کې داسې سیمې هم شته چې د روسیې له یرغل مخکې د دغه هېواد ملاتړو یاغیانو تر کنټرول لاندې وې.
انډرې ماروچکو د لوهانسک سیمې یو پوځي قومندان دی.
دا سیمه اوس ځان یو خپلواک جمهوریت بولي او د ډونباس برخه ده.
قومندان ماروچکو د روسیې دولتي رسنیو ته وویل، چې جګړه سرحدي سیمو ته رسېدلې ده.
د لوهانسک تبعید شوی اوکرایینی مشر سري هېډي وايي، اوکراییني ځواکونه د لیمان په څنډه کې له روسي ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل دي.
ښاغلي هېډي وویل: "اوس په لیمان کې سخته جګړه روانه ده او زه فکر کوم یو څو ورځې به دوام وکړي."
لیمان د مې میاشتې په وروستیو کې له یوې اوږدې جګړې وروسته روسي ځواکونو ونیو. دا سيمه له دونيڅک ښاره لږ تر لږه ۱۵۰ کیلومتره لرې پرته ده.
د دې سیمې نیول د روسیې لپاره لویه لاسته راوړنه وه او له همدې ځایه یې د ختیځ او لویدیځه لویې لارې کنټرولولې.
د نورو سیمو په اړه هم ویل کېږي چې اوکراییني ځواکونه د روسیې پولې ته رسېدلي دي.
ښاغلي هیډې وویل، د دوی د دوو ښارګوټو ایزیوم او کوپیانسک نیول به د دې لامل شي چې د روسیې تر واک لاندې ښارونو سیورودوونیتسک او لیسیچانسک ته د اکمالاتو لارې بندې کړي.
بي بي سي په اوکرایین کې د دغه هېواد د ځواکونو له لوري د بېرته نیول شویو سیمو کره کچه نه ده تایید کړې خو د چهارشنبې په ورځ ښاغلی زېلینسکي ایزیوم ته ولاړ او هلته یې له هغو اوکراییني پوځیانو سره وکتل چې وروستیو پرمختګونو کې یې برخه درلوده.
له یوې خوا د کییف ځواکونه د خپلو سیمو په بېرته نیولو کې وړاندې روان دي خو بلخوا بیا د روسیې اړوند جنګي جرمونو په اړه رپوټونه خپاره شوي دي.
په همدې حال کې کرملین دا منلې چې ځواکونه یې له ځینو ختیځو ښارونو وتلي دي خو شاتګ یې نه دی منلی او په ټینګار سره یې ویلي چې خپل ځواکونه تنظیموي.
د دوشنبې په ورځ مسکو ټینګار وکړ چې، "خپلو بریدونو ته به تر هغه دوام ورکوي چې ټولو ټاکل شويو موخو ته ورسېږي".