تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کاناډا پولیس: د چړې برید لړ کې مشکوک کس له نیول کېدو وروسته مړ شوی
کاناډا کې چارواکي وايي، د چړې هغه برید کې ښکېل مشکوک بریدګر چې لس کسان یې وژلي، له نیول کېدو وروسته مړ شوی دی. ځايي پولیس وايي، ۳۲ کلن میلیس سنډرسن د یوې لویې لارې اوږدو کې په موټر کې د تښتېده، چې ونیول شو.
په ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي چې روسټهیرن ښارګوټي ته نژدې یو سپین رنګه موټر له سړکه وتلی او پولیس ترې چاپېر دي.
د پولیسو مرستیاله کمشنره رهوندا بلکمور وايي، پولیسو ته معلومه شوې وه، چې سنډرسن د یوې ودانۍ له مخې موټر غلا کوي. نوموړې زیاتوي د پولیسو له ورتلو وروسته نوموړي په یوه ساعته کې د ۱۵۰ کیلومترو په چټکۍ موټر وځغلاوه، خو پولیسو تعقیب کړ او د هغه موټر یوه ژور ځای ته ولوېد.
ویل کېږي د پېښې لس ټپیان اوس روغتونونو کې بستري دي، چې د دریو روغتیايي وضعیت اندېښمنونکی بلل شوی دی.
پولیس افسره وايي، پولیسو له نیولو وروسته نوموړی روغتون ته ورساوه، خو روغتیاپالانو وویل، چې نوموړي ساه ورکړې.
اغلې بلکمور وايي، د نوموړي له موټره یوه چاړه موندل شوې او د مړینې کره لامل به یې د عدلي طب له رپوټه وروسته اعلان شي.
مخکې د چهارشنبې پر ورځ د واکاو سیمه کې د خلکو موبایل ټیلیفونونو ته یوه استول شوي پیغام کې ویل شوي وو، چې باید ځان په خوندي ځایونو کې پټ کړي، ځکه یو سړی په داسې حال کې لیدل شوی، چې چاړه هم ګرځوي.
خو اوس پولیسو هغه پیغام لغوه کړی او په وینا یې اوس هېڅ خطر نه شته.
د پیښې اصلي تورن ورور ډامین سنډرسن هم تورن و، چې د یکشنبې ورځې په هغه برید کې یې لاس درلود، چې په لېرې پرته سیمه کې وشو. پولیسو پر دوشنبه د هغه مړی وموند او اوس پلټنې کوي چې معلومه کړي، چې کله دوی په مشکوکو کسانو پسې ګرځېدل، نو ایا دی خپل ورور وژلی او که نه.
دا د کاناډا معاصر تاریخ کې د تاوتریخوالي تر ټولو بوږنوونکې پېښه بلل شوې.
د ځايي پولیسو یوې افسرې رونډا بلکمور رسنیو ته ویلي و د دامین مړی د یوه کور تر څنګ چې پولیس یې پلټلو ته ورغلي وو، په ونو بوټو او وښو پوښلې سیمه کې وموندل شو.
د نوموړې په وینا د هغه پر بدن د داسې ټپو نښې وې چې ګومان نه کېږي پخپله به یې ځان وهلی وي.
پولیسو تر اوسه د دې بریدونو انګېزې په هکله څه نه دي ویلي، چې په ۱۳ ځایونو کې شوي وو.