تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کاناډا کې د چړې برید؛ د یوه مشکوک بریدګر مړی موندل شوی
د کاناډا پولیس وايي د یکشنبې پر ورځ د دغه هېواد مرکزي ساسکاچوان ولایت کې د چړې په وسیله خونړیو بریدونو کې له دوو ښکېلو وروڼو د یوه مړی موندل شوی دی.
پولیسو ویلي د ۳۱ کلن 'دامین سنډرسن' جسد 'جېمز سمېت کري نېشن' سیمه کې موندل شوی، چې دغو وروڼو پکې تر نورو سیمو ډېر خلک په چړو وهلي وو.
د دامین بل ورور 'مایلز سنډرسن' لا نه دی نیول شوی او پولیسو ویلي ګومان کوي چې رېجینا ښار کې به پټ وي.
دغو وروڼو د یکشنبې پر ورځ د ساسکاچوان ولایت بېلابېلو سیمو کې د چړو په ګوزارونو لږ تر لږه ۱۰ کسان وژلي او ۱۸ ټپيان کړي وو.
دا د کاناډا معاصر تاریخ کې د تاوتریخوالي تر ټولو بوږنوونکې پېښه بلل شوې.
د ځايي پولیسو یوې افسرې 'رونډا بلکمور' رسنیو ته ویلي د دامین مړی د یوه کور تر څنګ چې پولیس یې پلټلو ته ورغلي وو، په ونو بوټو او وښو پوښلې سرخلاصه سیمه کې وموندل شو.
د نوموړې په وینا د هغه پر بدن د داسې ټپو نښې وې چې ګومان نه کېږي پخپله به یې ځان وهلی وي.
پولیس وايي په غالب ګومان د ده ۳۰ کلن ورور مایلز سنډرسن به هم ټپي وي او ښايي روغتیايي مرسته وغواړي.
خو دوی خلکو ته سپارښتنه کړې چې ډېر محتاط او خپل خوندیتابه ته متوجه اوسي.
پولیس وايي مایلز له تېرو څو کلونو د جرمونو اوږده مخینه لري.
د دغو وروڼو لخوا د ساسکاچوان دیارلسو مختلفو سیمو کې پر خلکو د چړو ګوزارونو دغه ولایت کې چې جرمونه پکې ډېر کم دي، د وېرې او خپګان فضا خپره کړې.
تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې دغو وروڼو ولې پر دې جنایت لاس پورې کړی.
د کاناډا لومړي وزیر جسټن تروډیو یکشنبه تر دې پېښې وروسته وویل "دا او بل هر ډول تاوتریخوالی زموږ هېواد کې ځای نه لري."
هغه زیاته کړه چې د کاناډا ټول خلک به په دا ټول ستونزمنو حالاتو کې د یو بل ترڅنګ درېږي.