تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
خلیج هېوادونو نېټ فلېکس ته د 'اسلامي ارزښتونو خلاف' خپرونو له کبله خبرداری ورکړی
د سعودي عربستان په ګډون د خلیج هېوادونو د همکارۍ شورا له 'اسلامي ارزښتونو' د سرغړونې له کبله نېټ فلېکس (Netflix) شرکت ته خبرداری ورکړی دی.
د سعودي د رسنیو پر بنسټ خلیج هېوادونو له نېټ فلېکس شرکته غوښتي، ټول هغه سینمايي مواد له خپل پلټ فارم څخه لرې کړي چې له اسلامي ارزښتونو او ټولنیزو اصول څخه په کې سرغړونه شوې وي.
د یادې شورا د رسنیو څانګې یوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په نېټ فلېکس کې ان د ماشومانو لپاره خپرو شويو سینمايي موادو کې هم له ارزښتونو او مقراراتو سرغړونه شوې ده.
خو په خبرپاڼه کې نور معلومات نه دي ورکړل شوي.
د سعودي دولتي ټلویزیون د دې خبرپاڼې په خپرولو سره د نېټ فلېکس د خپاره شویو مواد یو لنډ کلپ هم خپور کړی چې دوه نجونې له یو بل سره د خپلې مینې اظهار کوي او یو بل په شونډو ښکلوي.
د الاخباریه ټلویزیون په راپور کې ښودل شوې، چې نېټ فلېکس د اخلاقي ارزښتونو خلاف فلمونو په خپرولو او د ماشومانو تربیې په خرابولو تورن شوی دی.
د دې ترڅنګ د همدې رسنۍ په ویب پاڼه خپور شوي خبر او لنډ کلپ کې نېټ فلېکس همجنس بازي ته په ودې ورکولو او دې برخې ته له اړتیا لرې ډېره پاملرنه کولو باندې هم تورن شوی دی.
نوموړې رسنۍ له ځینو مشهورو شخصیتونو سره مرکې هم کړې دي.
مرکه شویو کسانو هم په نېټ فلېکس ورته تورونه لګوي او له مسولینو غوښتي، چې د نېټ فلېکس شرکت پر وړاندې سمدستي لاس په کار شي.
سعودي کې د یادې برخې اړونده کمېسیون او د خلیج هېوادونو همکاریو شورا کې د برېښنايي رسنیو اړونده کمیټې په ګډه خبرپاڼه کې ویلي، له نېټ فلېکس سره اړیکه نیول شوې چې د ارزښتونو خلاف سینمايي مواد لرې کړي او قوانینو ته غاړه کېږدي.
دوی نېټ فلېکس ته خبرداری ورکړی، چې شویو لارښونو ته باید پام وشي او د بې پروايئ په صورت که به لا نور اړین قانونه ګامونه به یې پروړاندې پورته شي.
نېټ فلېکس تر دې دمه پرې لګول شویو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.