اروپايي ټولنه وايي، روسیه له انرژۍ د اقتصادي وسلې په توګه کار اخلي

د عکس سرچینه، Getty Images
د اروپايي ټولنې د اقتصادي پلاوي غړي پاولو جینتیلوني وايي، که روسیه د بالتیک له اصلي نل لیکې څخه د ګازو استول بیا پیل نه کړي، اروپايي ټولنه چمتو ده چې غبرګون وښيي.
هغه له روسیې وغوښتل، چې خپلو تړونونو ته درناوی وکړي.
نوموړې دا هم زیاته کړه چې اروپايي ټولنه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له پرېکړو نه وېرېږي.
د روسیې د انرژۍ دولتي شرکت ګازپروم د نل لیکې تړل یې تخنیکي ستونزه بللې ده.
ګازپروم اعلان کړی چې د نورد سټریم ۱ نل لیکه کې سوری شوی او تېل ورنه بهېږي.
د همدې خبرې پر بنسټ ګازوپروم تر نامعلوم وخت پورې دا نل لیکه تړلې ده.
دا نل لیکه چې جرمني ته غځېدلې ده له دریو ورځو راهیسې تړل شوې ده.
اروپايي ټولنې دا مساله یوه پلمه بللې او قناعت یې پرې نه دی کړی.

د عکس سرچینه، Reuters
دې ټولنې روسیه تورنه کړې چې له اوکرایین سره د اروپا د ملاتړ د کمزوري کولو لپاره د انرژۍ له اکمالاتو څخه کار اخلي.
روسیې دا خبره رد کړې ده.
له کله چې روسيې پر اوکرایین یرغل کړی، د سون توکو بیې زیاتې شوې دي او د انرژۍ توکو په لېږد کې خنډ او ځنډ په بیو کې د لا زیاتوالي لامل کېدای شي.
اروپايي ټولنه هڅې کوي، د سون توکو ترلاسه کولو لپاره پر روسیې تکیه کمه کړي، چې د جګړې لګښتونو پوره کولو لپاره د مسکو سرچینې ختمې شي.
همدې لپاره د نړۍ اوو لویو صنعتي هېوادونو (جي ۷) هوکړه کړې چې د روسیې د تېلو بیې لوړې نه شي تر څو له دې لارې د اوکرايين جګړه کې د مسکو وړتيا کمه شي.
د دغو هېوادونو د مالیې وزیرانو ویلي، په خام تېلو او پټرولیم محصولاتو دا ډول بندیزونه به د نړۍ د انرژي نرخونو کمولو کې هم مرسته وکړي.
مسکو بیا د لوېدیځوالو هغو بندیزونو په ځواب کې چې پر اوکرایین له یرغل وروسته پرې لګول شوي، د وسلې په توګه د انرژۍ توکو په عرضه کې خنډونه رامنځته کول نه مني.






















