پوتین د ګورباچوف وروستیو مراسمو کې ګډون نه کوي

۲۰۰۴ کال کې د ګورباچوف (کیڼ اړخ ته) او پوتین اخیستل شوی تصویر

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ۲۰۰۴ کال کې د ګورباچوف (کیڼ اړخ ته) او پوتین اخیستل شوی تصویر
د خپرېدو وخت

د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ کریملین تایید کړې، چې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د شوروي اتحاد وروستي مشر میخایل ګورباچوف په وروستیو مراسمو کې ګډون و نه کړي.

د کریمیلن ویاند دیمتري پیسکوف وايي، د ښاغلي پوتین کاري مهالوېش هغه ته اجازه نه ورکوي چې د شنبې پر ورځ دې مراسمو کې ګډون وکړای شي.

نوموړی وايي، روسي مشر د مسکو په هغه روغتون کې د درناوي مراتب وړاندې کړي، چې مخایل ګورباچوف پکې د سې شنبې پر ورځ د ۹۱ کالو په عمر مړ شو.

د ګورباچوف اصلاحات د دې لامل شول چې سړه جګړه پای ته ورسېږي، خو په همدې پایله کې شوروي اتحاد هم له منځه لاړ، چې ښاغلی پوتین یې ارمان کوي.

روسي مشر په ۲۰۰۵ کال کې ویلي و د شوروي له منځه تلل ''د شلمې پېړۍ تر ټولو ستره جیو پولیټیکل غمېزه وه. ''

بل لور ښاغلي پوتین پر چهارشنبه د ګورباچوف کورنۍ ته د خواخوږۍ په یوه ټيلیګرام کې نوموړی یو داسې صاحب حیثیت سیاستوال بللی چې ''د نړۍ پر تاریخ یې ژور اغېز درلود. ''

د روسیې دولتي ټلویزیون په یوه رپوټ کې ښاغلی پوتین په داسې حال کې لیدل کېږي چې نوموړی د مسکو مرکزي روغتون کې د ښاغلي ګورباچوف تابوت ته د ګلونو ګیډۍ ږدي.

ښاغلی ګورباچوف به د مسکو په نوودیویچې هدیره کې د خپلې مېرمن رائیسا د قبر تر څنګ خاورو ته وسپارل شي، چې په ۱۹۹۹ کال کې مړه شوه.

کریمیلین ویاند وايي، د ښاغلي ګورباچوف په وروستیو مراسمو کې دولتي 'عناصر ' شامل دي او په وینا یې دولت یې چارې تنظیموي.

د یادونې ده، چې ولسمشر پوتین یوازینی چارواکی نه دی، چې د ښاغلي ګورباچوف وروستیو مراسمو کې ګډون نه کوي، بلکې پر اوکرایین د روسیې یرغل له کبله پر دغه هېواد لګېدلو بندیزونو له کبله ګڼ شمېر بهرنیو چارواکو ته هم د روسیې سفر اجازه نه ورکول کېږي، چې که دا بندیزونه نه وای، ښايي دې مراسمو کې به یې ګډون کړی و.

د امریکا ولسمشر جو بایډن، بریتانوي لومړي وزیر بورېس جانسن په ګډون د اروپايي ټولنې، جاپان او کاناډا سیاسي مشرانو په ګډون ګڼ شمېر کسان په هغو لیستونو کې شامل دي، چې روسیې ته د ورتلو اجازه نه ورکول کېږي.