تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
میخایل ګورباچوف؛ د شوروي مشر چې د سړې جګړې په ختمولو کې یې مرسته وکړه
شوروي اتحاد نژدې ۷۰ کاله موجود و او د اسیا او ختیځې اروپا پراخې برخې یې تر ولکې لاندې وې، خو کله چې میخایل سرګېیویچ ګورباچوف په ۱۹۸۵کې خپل د اصلاحاتو پروګرام پېل کړ، د هغه یواځینۍ موخه داوه چې د خپل هېواد په ټپه ولاړ اقتصاد بیا راژوندی کړي او سیاسي پروسو کې یې اصلاحات راولي.
دده د هڅو په پایله کې یولړ پېښې رامنځته شوې چې کمونیستي واکمنۍ یې نه یواځې په شوروي اتحاد کې دننه، بلکې د هغې سره تړلیو پخوانیودولتونو کې هم ختمه کړه.
ګورباچوف د ۱۹۳۱کال د مارچ پر دویمه د رسیې د ستاوروپول په جنوبي سیمه کې زېږېدلی و.
مور او پلار یې دواړه د اشتراکي کروندو کارکوونکي وو او ده پخپله هم زلمیتوب کې څه موده دغو کروندو کې د غلو راټولولو ماشین چلاوه.
ترهغو چې په ۱۹۵۵ کې د مسکو له دولتي پوهنتون څخه فارغ کېده د کمونست ګوند یو فعال غړی و.
له خپلې نوې ښځې رییسه سره ستاوروپول ته په راستنېدو د ګوند په سیمه ییز جوړښت کې ژر لوړو مقامونو ته ورسېد.
ګورباچوف د ګوندي فعالینو له نوي نسل څخه و چې د شوروي ګوندي مقامونو سلسلې په سرکې د بوډا شخصیتونو له شته والي ناراض وو.
په ۱۹۶۱کې د ځوان کمونست لیګ سیمه ییز مشر شو او د ګوند کانګرس ته د استازي په توګه وټاکل شو.
د کرنیزو چارو د مدیریت تجربې ورته فرصت ورکړ چې نوښتونه رامنځته کړي او ورسره په ګوند کې دده مقام ورته په سیمه کې د پام وړ اغېز ورپه برخه کړ.
د تازه هوا تنفس
په ۱۹۷۸کې د کرنې په برخه کې د مرکزي کمېتې د دارالانشا د غړي په توګه مسکو ته لاړ او دوه کاله وروسته یې د سیاسي بېرو بشپړغړیتوب ترلاسه کړ.
د یوري اندروپوف د مشرتابه په دوره کې، ګورباچوف بهرته یوشمېر سفرونه وکړل، لکه په ۱۹۸۴کې د لندن سفر چې هلته یې پر لومړۍ وزیرې مارګرېت تاچر باندې اغېز وکړ.
مارګرېت تاچر بي بي سره یوې مرکې وویل شوروي اتحادسره راتلونکو اړیکو په هکله خوشبینه وه. هغې وویل: ''ښاغلی ګورباچوف مې خوښېږي، کولای شو یوله بله سره کار وکړو. ''
کله چې په ۱۹۸۴کې اندروپوف مړ شو تمه کېده کېده چې له هغه وروسته به ګورباچوف د شوروي اتحاد مشر شي، خو پرځای یې ناروغه کانستانتین چرنېنکو د ګوند عمومي منشي او د هېواد مشرشو.
د یو کال په ترڅ کې، چرنېنکو هم مړشو اود سیاسي بېرو ترټولو ځوان غړی ګورباچوف د هغه پرځای وټاکل شو.
ګورباچوف لومړی عمومي منشي و چې د ۱۹۱۷کال له انقلاب وروسته زېږېدلی و او د لیونېدبرېژنېف د دورې په ټپه درېدلي حالت وروسته، دی د تازه هوا د تنفس په توګه ګڼل کېده.
د ګورباچوف ښکلی او باسلیقه لباس، او دده پرانیستی او نېغ چلن د هیڅ یو پخواني مشر په شان نه و، او مېرمن یې رییسه، د ګوند د عمومي منشي د مېرمنې په ډول نه بلکې ترډېره د یوې امریکايي لومړۍ مېرمنې په توګه ښکارېده.
ازاد بازار
د ګورباچوف لومړی کار داو چې د شوروي ناروغه اقتصاد بیا راژوندی کړي، چې تقریبا ړنګېدوته نژدې شوی و.
دومره هوښیار هم و چې پوهېده چې د اقتصادي اصلاحاتو بریالیتوب لپاره یې په خپله د کمونست ګوند شاخونو او رېښو اصلاح کولو ته اړتیا ده.
د ګورباچوف حل لارې دوه روسي کلیمې ډېرې عامې کړې. هغه وویل هېواد ''پېريستروېکا '' یا د جوړښت نوي کولو ته اړتیا لري او ددې کار لپاره دده ابزار ''ګلاسنوست '' یا پرانیست توب و.
هغه د لینینګراد[ چې وروسته په ۱۹۹۱ کال کې د سېنټ پیټرزبورګ نوم ورکړل شو، کمونستو مشرانو ته وویل: ''تاسو د اقتصاد له نورې برخې وروسته پاتې یاست، ستاسو بې کیفیته توکی د شرم وړ دي. ''
خو ده نه غوښتل د دولتي کنټرول پرځای ازاد اقتصاد رامنځته کړي. په ۱۹۸۵کې یې ګوندي استازو ته په ویناکې داخبره روښانه کړې وه: ''ستاسو ځینې کسان بازار ته پدې سترګه ګورئ چې اقتصادونه به مو وژغوري. خو، ملګرو، د ژوند ژغورونکو په اړه فکر مه کوئ بلکې د بېړۍ په اړه فکر وکړئ، او دا بېړۍ سوسیالیزم دی. ''
د نظام له رکود یا په ټپه درېدلي حالت سره مبارزې لپاره دده بله وسله دیموکراسي وه. د لومړي ځل لپاره د ګوندي کانګرس د استازو لپاره ازادې ټاکنې وشوې.
ترټولو سخته ازموینه
د ځپونکي رژیم دغه ډول نرمول ددې سبب شول چې هغه راز راز ملیتونه چې پراخ شوروي اتحاد ورڅخه جوړشوی و، ولمسېږي. د ۱۹۸۶په دسمبرکې د قزاقستان بغاوتونه د ناکراریو یو پړاو پېلامه وه.
ګورباچوف غوښتل سړه جګړه پای ته ورسوي،د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر رونالډ رېګن سره یې بریالی خبرې اترې وکړې اود منځني واټن اتومي ځواکونو د تړون له لارې یې د وسلو یو بشپړ کلاس یا طبقه له منځه یوړه او د شوروي اتحاد د عادي ځواکونو یو اړخیزه کمښت یې اعلان کړ، او د افغانستان خونړی او شرموونکی اشغال یې پای ته ورسوه.
خو دده ترټولو سخته ازموینه د هغو هېوادو له اړخه وه چې په زوره له شوروي اتحاد سره یوځا کړل شوي و. دلته د پرانیست توب او دیموکراسۍ غوښتنې د خپلواکۍ د غوښتنو سبب شوې، چې په لومړي سرکې ګورباچوف په زوره وځپلې.
د شوروي اتحاد ړنګېدل په شمال کې د بالتیک جمهورتیونوکې پېل شول. لاتویا، لیتوانیا او اېستونیا له مسکوڅخه ځانونه خپلواکه کړل، چې اغېزې یې د روسیې د وارسا تړون متحدینو ته خپرې شوې.
د شوروي اتحاد ړنګېدل د ۱۹۸۹ کال د نومبر پر نهمه نېټه اوج ته ورسېدل، له هغوډله ییزو لاریونونو وروسته چې د ختیځ جرمني وګړو چې د شوروي اتحاد ته نژدې ترټولو سخت دریځه ول، دا فرصت ترلاسه کړچې په ازاده توګه لویدیځ برلین ته واوړي.
د داسې ډاګیزه مخالفت پروړاندې د شوروي د دودیزه غبرګون برخلاف، د ګورباچوف غبرګون دا و چې ټانکونه به نه استوي، بلکې اعلان یې وکړ چې د جرمني بیا یوځای کېدنه د جرمني کورنۍ موضوع ده.
په ۱۹۹۰کې، ''د هغه مخکښ رول په خاطر چې د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ اړیکو کې یې بنسټیز بدلونونه راوستل '' ګورباچوف ته د نوبل د سولې جایزه ورکړل شوه.
خو د ۱۹۹۱ تراګسته مسکوکې د زړو کمونستو مشرانو حوصله نوره پای ته رسېدلې وه. هغوی یوه پوځي کودتا وکړه او ګورباچوف یې داسې مهال توقیف کړ چې د تور سمندرګي په ساحل کې یې د رخصتۍ ورځې تېرولې.
د مسکو د ګوندي کمېټې مشر، باریس یلتسن، له فرصته کار واخیست، کودتا یې ختمه کړه، مظاهره کونکي یې بندیان کړل او د ګورباچوف د ازادۍ په بدل کې یې د هغه تقریبا ټول سیاسي واک ورڅخه واخیست.
وروستي کلونه
میخایل ګورباچوف د روسیې او نړیوالو موضوعاتوکې خپل ډاګیزه رول ته دوام ورکړ، خو د کور دننه پرتله له هېواده بهر دده شهرت تل ډېر و.
کله چې یې په ۱۹۹۶کې د روسیې ولسمشرۍ لپاره ځان نوماند کړ له پنځه سلنې کمې رایې یې ترلاسه کړې.
په ۱۹۹۰ لسیزه کې د نړیوالو لکچرونو کړۍ کې شامل شو او نړیوالو مشرانوسره یې اړیکي ساتل، د ډېرو غیر روسیانو په منځ کې د یو اتل شخصیت په توګه پاتې شو، یو زیات شمېر جایزې یې وګټلې.
په ۱۹۹۹ کې کله چې یې مېرمن، رییسه، د وینې سرطان له امله مړه شوه ګورباچوف لپاره یوه شخصي غمیزه وه. دده ترڅنګه د هغې دایمې موجودیت د ده سیاسي اصلاحاتوته یوه انساني بڼه ورکړې وه.
ګورباچوف د ولمسشر ولادېمیر پوتین یو پیاوړی منتقد و، هغه یې تورن کړی و چې په زیاتېدونکي ډول یو ځپونکی رژیم چلوي.
ګورباچوف ویلي و: ''سیاست په زیاتېدونکې ډول په یوې تقلیدي دیموکراسۍ بدل شوی، ځکه چې ټول واک [د دولت] د اجرايي څانګې په لاس کې دی. ''
خو، په ۲۰۱۴ کې، ګورباچوف د هغې ټول پوښتنې یا ریفرانډوم ملاتړ وکړ چې په پایله کې یې روسیې کرایمیا له ځانه سره یوځای کړه.
ګورباچوف وویل: ''په داسې حال کې چې کرایمیا پخوا د شوروي قوانینو له مخې اوکرایین سره یوځای کړل شوې وه، او خلکو په خپله پرېکړه وکړه چې دا تېروتنه سمه کړي. ''
د ۲۰۲۱کال په مارچ کې د ګورباچوف د زېږېدو په ۹۰یمه کلیزه کې، ولسمشر پوتین د هغه ستاینه وکړه او وې ویل: ''د معاصرو وختونو یو ترټولو نامتو سیاستوال دی چې زموږ دهېواد او د نړۍ پرتاریخ یې د پام وړ اغېز کړیدی. ''
او د خپل میراث په اړه د ګورباچوف خپل نظر څه و؟ هغه وویل: ''دا سمه وه چې یو مطلق العنانه نظام او سړه جګړه پای ته ورسول شي، او اټومي وسلې کمې کړل شي. ''
خو د کودتا او د شوروي اتحاد د ختمېدو په اړه غمجن و. د زیاترو روسانو له نظره تراوسه هم د شوروي اتحاد د ړنګېدو مسول ګڼل کېږي.
که څه هم یو پراګماتیک یا عملي او واقعبینه سیاستوال و، میخایل ګورباچوف ونشوای کولای پوه شي چې دده د اصلاحاتو عملي کول د یو مرکز پلوه کمونستي نظام، چې د شوروي اتحاد دننه او بهر میلیونونو خلکو نور نه غوښته له منځه وړلو پرته، نا شونی و.