هغه پنځه برانډونه چې هند پرې مشهور دی

د خپرېدو وخت

ځینې څېزونه تل پاتې وي، لکه د ځینو سوداګریزو اعلانونو موسیقي یا د هغو کوچو خوند چې کیدای شي تاسو ماشومتوب کې خوړلي وي.

دا په اصل کې د پېردونکو مینه ده چې له برانډ سره تل پاتې اړیکه پالي.

هند هم ډېر سیمه ییز برانډونه لري چې په تېرو لسیزو کې یې د خلکو په کورونو او زړونو کې ځای نیولی دی.

دې نامتو برانډونو له هند سره مرسته وکړه چې له خپلواکۍ وروسته په ځان بسیا شي.

نړیوالو پانګوالو ته دې برانډونو د هند بازار ورپه ګوته کړ.

دلته د هند له مشهورو برانډونو څخه ۵ دانې یې در پېژنو.

امول

د دې شرکت د شیدو محصولات د هند په هر ځای کې موندلی شئ.

امول په ګجرات ایالت کې هغه وخت پیل شو کله چې زرګونه بزګران د لبنیاتو بریالۍ سوداګرۍ جوړولو په نیت سره یوځای شول.

دا شرکت د شیدو انقلاب ګڼل کېږي چې نن ورځ یې میلیونونو انسانانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

امول نن سبا له نړیوالو شرکتونو سره سیالي کوي.

د امول بله لویه څانګړنه دا ده چې ټولنیزې موضوعګانې په خپلو اعلاناتو کې ورنغاړي او له یو لوی انساني پیغام سره یې ټولنې ته وړاندې کوي.

پارلي جي بسکټ

د پارلي جی محصولاتو څخه ګلوکوز بسکټ په نړۍ کې ترټولو په ډېره اندازه پلورل شوي بسکټ دي.

دا هم ویل کېږي چې دې بسکټو هند سره یو کړی دی.

دې شرکت د ۱۹۰۰ په لومړیو کې په ځان د بسیاینې له شعار سره په کار پیل وکړ او نن سبا له لویو نړیوالو شرکتونو سره سیالي کوي.

ماروتي

په هند کې د ډېرې اوږدې مودې لپاره یوازې شتمنو کسانو کولی شوو چې موټر واخلي د موټرو پېرل د منځني پوړ خلکو لپاره یو خوب ګڼل کیده.

له هغه راهیسې چې ماروتي شرکت د موټر جوړولو کاروبار پیل کړی د خلکو دا خوبونه ريښتیا شوي دي.

دا شرکت په ۵۰ زره هندي کلدارو هم موټر پېري.

نارما

د هند بازار تر ۱۹۸۰ کالونو پورې د زړو برانډونو دېره وه خو کله چې د صابون نرما شرکت په کار پیل وکړ د بازار رنګ یې بدل کړ.

دې شرکت د ګجرات له احمد آباد ښار څخه خپل سفر پیل کړ.

د دې برانډ موسیقي او سندره تر ننه ژوندۍ ده او د خلکو په کورنو کې یې زمزې اورېدل کېږي.

دې برانډ په خپلو اعلاناتو زیاته خواري کړې او ځان یې په هر هندي وګړي منلی او لازمي ګرځولی.

جیو (ژوند وکړه)

جیو یا ژوند وکړه په هند کې د مخابراتي سکتور یو لوی شرکت دی.

د اسیا تر ټولو بډایه سړی مکیش امباني په ۲۰۱۶ کال کې دا برانډ پیل کړ.

هغه وخت کې د هند د مخابراتو سکتور د نورو نړیوالو برانډونو تر سیوري لاندې و. خو جیو په ډېرې هوښیارې ستراتیژۍ سره حالت بدل کړل.

د شپږو میاشتو لپاره د وړیا ډیټا او تلیفونونو وړاندیز میلیونونه کاروونکي ورجلب کړل او د هند ډیجیټل بازار یې بدل کړ.

دې برانډ په هند کې ډیجیټل پرمختګ ګړندی کړی او نن ورځ یو داسې هیواد ګرځېدلی چې عام وګړی یې هم دیجیتلي دنیا ته دننه کیدای شي.

له همدې امله هند د نړۍ د ټیکنالوژۍ شرکتونو لپاره یو مهم بازار ګرځېدلی.