د عراق پلازمېنه بغداد کې خونړۍ نښتې؛ د صدر پلویان د پارلمان له مخې ولاړل
د عراق پلازمېنې بغداد کې د یوه بانفوذه شیعه روحاني مشر 'مقتدا صدر ' د پلویانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د تېرې شپې نښتو کې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د مقتدا صدر په امر د هغه پلویان د پارلمان له مخې ځي. مقتدا صدر د مظاهره چیانو د مظاهرې ختمولو ته ۶۰ دقیقې وخت ورکړی و او د تېرو څلرویشتو ساعتونو د تاوتریخوالي پېښې یې غندلې وې.
بله خوا، د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي د ښاغلي صدر دا کار "اخلاقي مسؤلیت" بللی دی.
دا نښتې تر هغې وروسته پیل شوې چې ښاغلي صدر د تل لپاره له سیاسته د ګوښه کېدو اعلان وکړ او پلویانو یې د ولسمشرۍ پر ماڼۍ چپاو وروړ.
له بغداده رپوټونه وايي تېره ټوله شپه د دغه ښار پر سړکونو د امنیتي ځواکونو او مقتدا صدر ته د وفاداره "سولې لېوا" ملېشې ترمنځ ډزې تبادله کېدې.
دا نښتې تر ډېره د بغداد زرغونې سیمې شاوخوا روانې وې چې مهم دولتي دفترونه او بهرني سفارتونه پکې پراته دي.
د عراق سرپرست لومړي وزیر د ارامتیا غوښتنه کړې او پوځ یې بېلابېلو ښارونو کې د ناارامیو رپوټونو ته په کتو ټول هېواد کې ګرځبندیز اعلان کړی.
مقتدا صدر د تل لپاره له سیاسته د لاس اخیستلو علان پرون دوشنبه پر خپل ټویټر وکړ.
خو پلویانو یې تر دې اعلان وروسته پلازمېنه بغداد کې پر ولسمشرۍ ماڼۍ چپاو ور وړ او امنیتي ځواکونو سره نښتو کې ښکېل شو.
د مقتدا صدر سیاسي اېتلاف د تېر کال ټولټاکنو کې د عراق پارلمان ډېرې څوکۍ وګټلې خو دا څوکۍ په یوازې سر د حکومت جوړولو لپاره کافي نه وې.
پارلمان کې د هغه د اېتلاف غړو شاوخوا دوه میاشتې وړاندې له دې کبله ډله ییزه استعفا اعلان کړه چې له ایران پلوه سیاسي جریانونو سره یې د حکومت جوړېدو پر سر لانجه اوږده شوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
د نوموړي پلویانو له څو اوونیو راهیسې د عراق د پارلمان ودانۍ اشغال کړې او نورو دولتي دفترونو ته څېرنه اعتراضونه کوي.
دغو اعتراضونو عراق لپاره د نوي ولسمشر او لومړي وزیر د ټاکل کېدو پروسې مخه نیولې ده.
د متقدا صدر لخوا له سیاسته د کوښه کېدو اعلان دا اندېښنه راولاړه شوې چې د نوموړي پلویان ښايي خپل اعتراضونو لا پراخ او عراق د بې ثبانۍ له یوه نوي پړاو سره مخ کړي.
خو دا په داسې حال کې ده چې د عراق دولتي خبري اژانس "ای اېن اې" ویلي چې ښاغلي صدر د تاوتریخوالي او د وسلې د کارېدو تر درېدلو پورې د نه خوړلو اعتصاب اعلان کړی دي.
د یادونې ده چې د عراق دغه بانفوذه شیعه روحاني مشر دوه ورځې وړاندې پر هغو ټولو څېرو له سیاسته د لاس اخیستو غږ کړی و، چې په ۲۰۰۳ کال پر دغه هېواد د امریکا له یرغل وروسته سیاسي ډګر کې فعال دي.
مقتدا صدر څوک دی؟

د عکس سرچینه، Reuters
د ۴۸ کلن مقتدا صدر او د هغه د "مهدي لښکر" نوم په ۲۰۰۳ کال پر عراق د امریکا په مشرۍ د نړیوال اېتلاف تر یرغل وروسته له دې کبله مشهور شو چې تر اوږدې مودې یې له اېتلافي ځواکونو او د هغوی په همکارۍ اعراق کې د رامنځته شوي حکومت له ځواکونو سره خونړۍ جګړه پر مخ وړه.
نوموړی هغه مهال ایران ته نږدې کس ګڼل کېده او ویل کېدل چې دا هېواد ورسره عراق کې د بهرنیو ځواکونو خلاف جګړه کې همکاري کوي.
ښاغلي صدر وروسته له جنګ جګړو لاس واخیست، د مهدي لښکر نوم یې د 'سولې لېوا' ته واړاوه او د سیاست له لارې سیالیو کې ښکېل شو.
نوموړي دې مرحله کې له ایران واټن واخیست او د یوه داسې خپلواک ملتپال مشر په توګه رامخ ته شو چې د عراق کورنیو چارو کې یې د امریکا او ایران د لاسوهنو پای غوښت.
هغه اوس هم عراق کې میلیونونه پلویان لري او ډېر یې د بې وزله پاړکي ځوانان دي.
د نوموړي په مشرۍ سیاسي اېتلاف 'سایرون' د فساد پر ضد د جدي مبارزې او پر عامه خدماتو د پانګونې له ژمنو سره ټاکنو کې برخه اخیستې وه.
د مقتدا صدر پلار ایت الله سید محمد صدر هم شیعه مذهبي مشر و چې ویل کېږي د صدام حسین حکومت پر مهال وژل شوی.





















