هند کې سېلابونه؛ مهاراشترا ایالت کې کورنۍ په لویه لار کې له څارویو سره ګډ ژوند کوي

د خپرېدو وخت

د هند لوېدیځ کې د مهاراشترا ایالت قبایلي کورنۍ یوه ښځه موډیم نیلاکا له یوې میاشتې په لویه لار کې له سرپنا پرته ژوند کوي، د باران څاڅکي یې پلاستیکي خېمې ته ننوځي، نوموړې بي بي سي سره خبرو کې ویلي:

"میاشت کېږي چې بهر پراته یو، ژوند ډېر سخت شوی."

له نیلاکا سربېره شاوخوا ۷۰۰ نورې کورنۍ هم ورته وضعیت سره مخ دي د سختو بارانونو له امله خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي او په لویه لار کې یې خیمې وهلي دي.

۷۰ کلنه نیلاکا زیاتوي: "چارواکي په نیمه شپه راغلل او له موږ یې وغوښتل چې باید خوندي ځای ته لاړ شو، موږ د غاړې له جامو پرته هېڅ څه ځان سره نه دي راخیستي او راووتو."

ایالتي حکومتونو د دغو بې کوره شویو خلکو لپاره اوبه او خواړه برابر کړي خو د لویې لارې پر سر یې له سرپناه بغیر ژوند له ګواښ سره مخ دی، د موټرو ګړندي تېرېدل، وحشي ځناور او ماران په دغه سیمه کې ډېر زیات دي چې دوی یې د ژوند خونديتوب ته اندېښمن کړي.

د اغلې نیلاکا زوی چې په یوه کرونده کې کار کوي هڅه کوي چې له وران کوره ځینې شیان خوندي کړي خو د نوموړې په وینا، ګومان نه کوي چې بیا دې هیڅکله بېرته خپل کور ته ستنه شي.

د هغې په ټکو: "موږ نور هلته ژوند نه شو کولی، هغه ځای نور د اوسېدو نه دی حکومت باید موږ ته یو بل خوندي ځای برابر کړي."

ګادچیرولي سیمه چې پراخو ځنګلونو پوښلې شدید موسمي بارانونه لري، د ګوداورې سیند چې د هند تر ټولو دویم لوی سیند دی جون او سپټمبر میاشتو کې له دغه سینده سېلابونه راځي چې سیمه ټوله لاندې کوي، خو د دغه ایالت اوسیدونکي وايي د نورو کلونو په توپیر وروستیو کې سېلابونه خورا زیات شوي.

وروستیو بارانونو او سېلابونو د هند بېلابېلو ایالتونو کې ګڼو کسانو ته مالي او ځاني تاوانونه اړولي، په ګادچیرولي کې د سیند غاړې ته له ۵۲ ښارګوټو او کلیو لږ تر لږه ۳۴ یې اوبو لاندې کړل په داسې حال کې چې د سومنپالي په ګډون درې نور ښارونه د اوبو د زیاتوالي له امله بشپړ له منځه تللې دي.

دا هند کې په ۳۵ کلونو تر ټولو خونړي او سخت سېلابونه یاد شوي دي.

بارانونه اوس ولاړ دي خو خلک لا هم خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي.

آغلي نیلاکا وايي: "ما هېڅکله داسې سیلاب نه و لیدلی، دا ځل یې هر څه له موږ واخیستل."

د چاپېریال متخصصین وايي، سخت سیلابونه تلانګانا ته نږدې مدیګادا کلي کې د یوه بند د اوبو د راخوشې کولو په پایله کې راغلي دي خو چارواکي دا ادعاوې ردوي.

د تلانګانا د اوبو لګولو لوړ پوړي چارواکي ډاکټر راجت کمار ویلي:" دا بند ګادچېرولي او ورسره نږدې سیمو کې پر راوتلي سیلاب هېڅ اغېز نه لري، واقعیت کې د سېلاب اوبو ته د خوندي لارو پر جوړولو اقدام به مو له درنو مالي او ځاني تاوانونو وساتي."

دا بند چې د لکشمي بیراج په نامه یادېږي د مهاراشترا او تلانګانا ترمنځ پر پوله پروت دی. دا په ۲۰۱۶ کال کې جوړ شوی دی.

یو ځايي ټولنیز فعال رنجیت ګاګاپورور وايي:" خلکو د دغه بند جوړولو مخالفت وکړ، لاریونونه وشول خو د مهاراشترا او تلانګانا حکومتونو هېڅ پام و نه کړ، اوس یې موږ پور پرې کوو."

نوموړی وايي، هغه کلیوال چې د ګوداوري سیند په څنډه ژوند کوي باید خوندي ځای کې ځای پر ځای شي ځکه چې د هر فصل سېلابونه یې ځپي.

خو کارپوهان وايي، ستونزه یوازې د بیارغونې او دخلکو ځای پر ځای کولو کې نه نه، بلکې د اوبو د پروژو مدیریت کول دي چې چارواکي پکې پاتې راغلي.