طالبان وايي افغان مدني فعال 'عظیم عظیمي' یې خوشې کړی

Azeem

د عکس سرچینه، SM Azeemazeemi

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا یو نیول شوی مدني فعال عظیم عظیمي خوشې شوی دی.‌

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته د ښاغلي عظیمي د خوشې کېدو پخلی کړی، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

تر اوسه روښانه نه ده چې نوموړی دقیقآ څه وخت، څنګه او د کومو شرایطو له مخې خوشې شوی دی.

عظیم عظیمي د روان ۲۰۲۲ کال د جنورۍ پر ۱۸مه داسې مهال کابل کې نیول شوی و چې افغانستان ته یې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف د پلان شوي سفر پر خلاف لاریون سازمان کړی و.

د ښاغلي یوسف په مشرۍ د پاکستاني پلاوي دا سفر هم بیا ونشو او کابل کې د پاکستان سفارت وویل چې د خرابې هوا له کبله بل وخت ته ځنډېدلی دی.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

ښاغلی عظیمي له نیول کېدو وروسته ډېره موده تری تم و او ملګرو یې ویل چې د طالبانو حکومت استخباراتو نامالوم ځای ته لېږدولی دی.‌

هغه مهال د نوموړي د خوشې کېدوغوښتنې لپاره په خواله رسنیو کمپاین هم پیل شوی او په کور دننه او بهر یې د بشري حقونو ځینو فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

طالبانو وروسته د هغه نیول کېدل تایید او نوموړی د امنیت په ګډوډولو تورن کړی و.

عظیم عظیمي چې ډېر وخت به یې د طالب وسله والو لخوا د مخکیني حکومت د پوځي او ملکي ادارو له کارکوونکو او عامو خلکو سره د زور زیاتي پېښو بېلګې مطرح کولې، تر نیول کېدو څه موده وړاندې ادعا کړې وه چې پخپله دی هم د طالبانو لخوا سخت وهل شوی دی.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت لخوا پر ښاغلي عظیمي سربېره وخت ناوخت نور نارینه او ښځینه مدني فعالان او ژورنالیستان هم نیول شوي، خو هغوی دومره اوږده موده بند کې نه دي ساتل شوي.

د طالبانو لخوا دغه نیول شوي کسان له خوشې کېدو وروسته تر ډېره رسنیو سره له خبرو ډډه کوي او ظاهرآ داسې ښکاري چې د دغه کار سپارښتنه به ورته شوې وي.