د روسیې او چین له پراخېدونکي نفوذ اندېښنه؛ امریکا شمالي قطب ته سفیر ګوماري

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا متحد ایالتونو اعلان کړی چې شمالي قطب کې د روسیې پوځي فعالیتونو ډېرېدو ته په کتو دې ځای لپاره سفیر ګوماري.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند "وېډانټ پاټېل" ویلي د دوی دا نوی سفیر به په لویه کې شمالي قطب کې د امریکا پالیسۍ عملي کوي.
تر دې یوازې یوه ورځ وړاندې (جمعه) د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ روسیې لخوا شمالي قطب سیمه کې د پېښېدونکو ګواښونو خبرداری ورکړی و.
هغه دې سیمې ته د چین د پښې پر ورځېدو هم اندېښنه ښودلې وه.
ښاغلي پټېل ویلي امریکایی سفیر به د شمالي قطب له اوو هېوادونو کاناډا، ډنمارک، فنلنډ، ایسلنډ، ناروې، سویډن، روسیې - همدا راز نورو دودیزو ډلو او ذینفع خواو سره تعاملاتو کې ښکېل وي.
هغه زیاته کړې چې دې سیمه کې سوله او ثبات امریکا ته "حیاتي ستراتیژیک اهمیت" او د دوی بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ته لومړیتوب لري.
ټاکلې ښاغلی بلېنکن ژر شمالي قطب ته د امریکا سفیر معرفي کړي چې ګومارنه به یې د امریکا د سنا تایید ته هم اړتیا ولري.
واشنګټن شمالي قطب لپاره د سفیر ګومارلو پرېکړه داسې مهال کړې چې روسیې دې سیمې ته څېرمه حضور پياوړی او چین هم دغه قطب کې د څېړنیزو مرکزونو پر جوړولو کار روان کړی. دی.
ناټو له څه وېرېږي؟

د عکس سرچینه، Reuters
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د جمعې پر ورځ د کاناډا قطبي سیمې ته د سفر پر مهال ویلي و چې هلته د روسیې وړتیاوې دغه پوځي اېتلاف (ناټو) ته یوه ستراتېژیکه ننګونه ده.
نوموړي زیاته کړې وه چې روسیې لخوا شمالي قطب کې "د نویو او د شوروي اتحاد مهال د سلګونو قطبي پوځي مرکزونو" بیا پرانیستل کېدل او همداراز "تر غږ چټکو توغندیو په ګډون د پرمختللو وسلو د ازمایلو ډګر" په توګه د دې ځای کارېدل دوی ته ورپېښو ننګونو کې شاملېږي.
د ناټو سرمنشي همدا راز دې سیمې ته د بېړیو تګ راتګ او د سرچینو لټون لپاره د چین پر ورغځېدو هم اندېښنه وښوده.
هغه وویل "بېجېنګ او مسکو شمالي قطب کې د ځانګړو اقداماتو د پیاوړتیا ژمنه کړې. دا د ژورې ستراتېژیکې ملګرتیا داسې برخه ده چې زموږ ارزښتونه او ګټې ننګوي."
ښاغلي سټولټنبرګ دې ته هم اشاره وکړه چې د اقلیم بدلون سره د شمالي قطب اهمیت ډېرېږي، ځکه د کنګلونو ویلي کېدل دا سیمه د لا ډېر لاسرسي وړ ګرځوي.


د امریکا سنا کې د الاسکا جمهوریپالې غړې 'لیزا مورکاوسکي' شمالي قطب لپاره د سفیر ګومارلو پرېکړې هرکلی کړی.
هغه ویلي متحد ایالتونه یوازنی قطبي هېواد دی چې دې سیمه کې یې د سفیر په کچه دېپلوماتیکه استازولي نه درلوده.
دا سفیر به شمالي قطب لپاره د امریکا د "قطبي همغږي کوونکي" ځایناستی شي، چې دا مسوولیت دمکړی 'جیم ډې هارټ" پر مخ وړي.




















