اول ځل شمالي قطب کې له ځانګړو تدبیرونو پرته د کانتینري بېړۍ تګ

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ځمکې ګرمېدلو له امله اوس دا بېړۍ له ځانګړو تدبیرونو پرته دا لار لنډوي چې تر دودیزې لارې ۱۴ ورځې لنډه ده.
د خپرېدو وخت

یوې ډنمارکۍ باري بېړۍ د روسیې له ویلادیوستوک سفر پیل کړل او نیت لري چې د شمال قطب له لارې سنت پترزبورګ ته ورسېږي.

دا لومړی ځل دی چې یوه کانتینر وړونکې بېړۍ د شمال قطب له لارې سفر کوي او داسې ښکاري چې ځمکې ګرمېدلو دا سیمه د سوداګریزو بېړیو تګ ته برابره کړه.

د ونتامرسک په نوم کانتینر وړونکې بېړۍ د مرسک بېړۍ کرښې ده او ۳۶۰۰ کانتینرونه لېږدوي.

د بېړۍ عمله هیله منه ده چې د سپټمبر میاشتې وروستیو کې سنت پترزبورګ ته ورسېږي.

د اټکل له مخې دا لار له عادي یا پخواني سفر ۱۴ ورځې لنډه ده، چې پخوا یې د سویز کانال له لارې کاوه.

مرسک بېړۍ چلولو شرکت پلان لري چې د دې سفر اړوند ټول معلومات او موندنې ثبت او بیا یې شمال قطب کې د نوې سمندر لارې د پرانیستلو لپاره په څېړنو کې وکاروي.

دغه ستر سمندري شرکت وايي: دا ازمایښتي سفر به موږ ته اجازه را کړي چې د شمالي سمندرګي له لارې د سفر شونتیا وارزوو او په دې برخه کې څېړنیز معلومات ټول کړو.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هغه سیمې چې د ګرمۍ له امله په دښتو بدلېږي.

ونتا مرسک بېړۍ ته ستر یخچال لرونکی او یخ ماتوونکی کانتینر ډیزاین شوی، چې پکې د کب په څېر یخ شوي محصولات لېږدول کېږي.

هغه لار چې ټاکلې ده دا بېړۍ یې ووهي، د روسیې ختیځ کې له برینګ تنګي او د امریکا له الاسکا سره د دې هېواد له پولې پیل او د شمالي سمندرګي لوېدیځ کې له ناروې سره ختمېږي.

له دې سره سره مرسک وايي، لا هم د شمالي سمندرګي لارې ته د اوسنۍ لارې د ځایناستې په سترګه نشي کتلی.

تراوسه له دې لارې یوازې د یخ ماتوونکو بېړیو په بدرګه چې په اتومي انرژۍ چلېدلې نورو بېړیو ته تګ ممکن و، خو ډېر لګښت پرې راته.

اوس د ځمکې ګرمېدلو له امله د دې لارې تودوخه په دوبي کې ۳۰ سانتي ګراد درجې ته رسېږي.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کرېستوف دومارژري په نوم ګاز وړونکي ټانکر پترزبورګ کې لنګر اچولی.

د ډنمارک د کوپنهاګ اقتصاد ښوونځي د ۲۰۱۶ کال د رپوټ اټکل وايي، که د اوس په څېر د شمال قطب ګرمېږي، تر ۲۰۴۰ کال پورې د شمالي سمندرګي لار د یوې نوې او اقتصادي سمندرلارې په توګه برابرېږي.

خو له ډېر وخت راهیسې له دې لارې د بېړیو تېرېدو ته تیاری روان دی او ممکن له اټکلي وخت لا ډېر مخکې دا رپوټ په واقعیت بدل شي.

د کرېستوف دومارژري په نوم ګاز وړونکی ټانکر- چې ۲۰۰ متره اوږد دی- د قطب د سفر لپاره جوړ شوی او تېر کال اول ځل له یخ ماتوونکو بېړیو پرته په دغه لار وچلېد.

د روسیې تېلي شرکت نوواتک هم سږ کال له داسې تېل وړونکو بېړیو کار واخیست چې د دې لارې لپاره جوړې شوې دي.

چین هم چې د یوه لار یو کمربند په نوم پروژې له مخې غواړي د قطب او شمالي سمندرګي له لارې کار واخلي په اوراسیا کې د بېړیو په نویو لارو ګودرو پسې ګرځي.

چین تېر کال د لیان هو سانګ په نوم څو موخیزه بېړۍ له دې لارې روسیې ته واستوله.