پر عمران خان د ترهګرۍ تور لګېدو ته د ګوتېرش غبرګون؛‌ 'قانوني چلن دې وشي'

اقوامِ متحدہ کے سیکریٹری جنرل انتونیو گوتریس

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د پاکستان پر مخکیني لومړي وزیر عمران خان د ترهګرۍ تور له لګېدو خبر دی او غوښتنه یې دا ده چې په دې تړاو دې په بې طرفه ډول پر قانون عمل وشي.‌

دا څرګندونې د ښاغلي ګوتېرش ویاند سټېفن ډوجارېک خپ له وروستۍ خبري ناسته کې د یوې پوښتنې ځواب کې کړې.

هغه زیاته کړې په دې لړ کې د یوې مستعدې، خپلواکې او بې طرفه قانوني پروسې اړتیا ده.‌

ښاغلي ډوجارېک ویلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د کړکېچ پر کمېدو، د قانون پر واکمنۍ او همدا راز د بشري حقونو او بنسټیزو مدني ازادیو پر درناوي ټينګار کوي.‌

پر ښاغلي ګوتېرش سربېره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس هم ویلي چې امریکا پر عمران خان له لګېدلو تورونو خبره ده، خو دا د پاکستان کورنۍ موضوع ده.

هغه زیاته کړې چې امریکا پاکستان کې د یوې سوله ییزې جمهوري او قانوني‌ پروسې ملاتړ کوي.

‌د یادونې ده چې د پاکستان پر مخکیني لومړي وزیر، د تحریک انصاف ګوند پر مشر روانه اوونۍ اسلام اباد کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته د وینا پر مهال د یوې ښځینه قاضۍ او پولیسو د ګواښلو او له همدې کبله د ترهګرۍ تور پورې شوی.‌

ویل کېږي نوموړي دوی ته ګواښ کړی و چې سترې محکمه کې به عریضه پرې وکړي.‌

پر عمران خان د ترهګرۍ تور لګېدو او له دې کبله د هغه د احتمالي نیول کېدو اندېښنو پاکستان کې له مخکې روان سیاسي کړکېچ لا پراخ کړی.

عمران خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د بریتانیا بات سپا پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو استاد افتخار ملک وايي‌ پر عمران خان د ترهګرۍ تور لګېدو ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي غبرګون په دې مانا نه دی چې هغې دې د عمران خان ملاتړ کړی وي.‌

د نوموړي په وینا ښاغلی ګوتېرش د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه د تولې نړۍ استازولي کوي.‌

ښاغلی ملک زیاتوی چې پاکستان کې د سیاسي وضعیت ترینګلتیا ته په کتو نړیوال مشران په دې تړاو څرګندنو کې ډېر احتیاط کوي.‌