ایا د شپې لپاره ښه خوب پېرلی شئ؟

د خپرېدو وخت

د پخوا پرتله نن سبا د شپې ښه خوب یوه په زړه پورې موضوع ګرځېدلې، هغه توکي چې انسان ته د شپې لخوا ښه خوب برابروي په یوه ښه سوداګرۍ بدله شوې او دا کاروبار ورځ تر بلې مخ په لوړ روان دی.

پوښتنه دا ده چې ایا دا توکي کولی شي موږ د ښه خوب راتلو او ارامه ویده کېدو کې مرسته وکړي؟

دا وروستیو کې زه یوه شپه په یوه باراني ځنګله کې د یوې جادوګرې خېمې لاندې اوبو منځ کې ولاړې کښتۍ کې ویده شوم.

په اصل کې ما د خپلې خوب له خونې یو ګام هم بهر نه و اېښی دا هرڅه یو خیالي سفر و چې د خوب لارښوونکي راته برابر کړ.

دا لارښوونکی هغه اپ دی چې د تېرې جنورۍ میاشت کې یو ځل بیا بازار ته وړاندې شو.

د خوب لارښوونکي اپ لومړی ځل له نیویارک ښاره خپل کار پیل کړ چې لویانو ته د ویدېدو وخت او ښه خوب برابرول یې دنده وه.

د اپ جوړوونکی شرکت وايي، خلک کولی شي دې اپ کې وار له مخې ځان ته وخت ونیسي یا یې بوک کړي لکه څنګه چې د بدن ښکلا سپورت لپاره انلاین لارښوونکو سره وخت نیسي.

د دې شرکت بنسټګر براډ وارش وايي: "کله چې موږ د خوب په برخه کې خپل کار ګړندی کړ، دا مو وموندله چې د ښه خوب په اړه معلوماتو ته د خلکو لېوالتیا ډیره ده، په ځانګړې توګه له هغه وخته چې د کورونا وبا پیل شوې.

د خوب لارښوونکی دغه اپ ویف (WAVE) هر شپه ۹ بجې خپل کار پیلوي او د نیم ساعت لپاره په ژوندۍ بڼه غونډې ترسره کوي.

دا غونډې د تنفس یا ارامه ساه اخیستو او ذهني تمرینونو سره پیل کېږي او بیااورېدونکي ته د سپینو شګو ساحلونو او بهرنۍ فضا (outer space) په اړه زړه راښکونکي کیسې کوي تر هغه چې اورېدونکی خوب یوسي.

دې شاوخوا نیم ساعت غونډه کې یوه ارامه موسیقي هم بیګرونډ کې خپروي.

د یاد اپ یو بل بنسټګر میسن لیوي وايي، موسیقي دا ډول جوړه او غږول شوې چې ماغزه د ژور خوب حالت کې د موسیقۍ دا ټیټې فریکونسي واورېدلی شي او په دې توګه اورېدنکی د آرامۍ احساس وکړي.

د دې ۴۰ دقیقو پای کې دا اپ اورېدونکی د خوب تر خونې رسوي او له دې سره هغه غږ چې وار له مخکې اورېدونکي خوښ کړی وي ورته غږول کېږي لکه د سمندر د څپو غږ یا بل هر غږ یې چې غوره کړی وي.

که اورېدونکی یا د دې اپ مشتري کومه شپه په ژوندۍ بڼه د اورېدو کومه برخه ورنه پاتې شي یا بل ځای ته تللی وي او د ساعتو ترمنځ توپیر وي نو کولی شي د اپ له زېرمه شوې برخې یې را پیدا او د اړتیا په وخت کې یې واوري.

(Wave) ویف اپ چې بیه یې د مارچ له نیمایي نه وروسته په لس ډالره شوې، د نورو ډېرو شرکتونو له منځه یوازېنی اپ دی چې د شپې د ښه خوب پلورلو په لټه کې دي.

نن ورځ د هوسا او ارامه ذهن غوښتونکي کولی شي هغه محصولات او توکي وپېري چې د ښه خوب په لټه کې دي او غواړي خپل ورځني خوب ته له هر اړخه وده ورکړي.

وزن لرونکې کمپلې او د خوب ماسکونه، ځانګړي غوړي چې له خوشبویه عطرونو سره ترکیب شوي وي، ارامښت بښونکي څښاک، ځانګړي څراغونه، د لوړې ټیکنالوژۍ توشکونه او دې ته ورته نور ارامښت بښونکي توکي نن سبا بازار کې موندل کېږي.

ان ځانګړي ځایونه شته چې د ځانګړو ورځو لپاره ارامه او د ښه خوب چوپړونه چمتو کوي په دې چوپړونو کې د بالښتونو بېلابېل ډولونه هم شامل دي چې د خپلې خوښې بالښت غوره کولی شئ.

له ۲۰۲۰ کال راهیسې چې د کورونا وبا پیل شوې انسانان له بېلابېلو اندېښنو او ناکراریو سره لاس او ګرېوان شوي.

د دې ترڅنګ د خلکو دې ته هم پام شوی چې ژوند کې څه کم دي؟ خوب له خوړو او سپورت وروسته د سالمې روغتیا لپاره دریمه اړینه ستنه ګڼل کېږي.

د یو شمېر خلکو دې ته پام شوی چې باید ارامه خوب ولري خو دا د ښه خوب لپاره دا پورته یاد شوي توکي په رښتیا هم څومره مرسته کولی شي؟

په احتیاط چلند وکړئ

ډاکټر نستاسیا ایرونز وايي چې د قرنطین له پیل راهیسې ناروغانو یې د خوب په اړه اندېښنې ورسره شریکې کړې دي.

نوموړی ډاکټر دا اندېښنې په انساني ژوند کې له ناڅاپي بدلون سره تړلې ګڼي.

دی وايي: اوس ډېری خلک خپلو خوب خونو کې کار کوي خو د خوب خونه باید یو ارامه او ساده ځای وي چې یوازې د خوب لپاره وي.

نن سبا د خوب خونه په دفتر بدله شوې ده.

یوازې دا نه چې د خوب خونه د کار په دفتر بدله شوې د کار زیاتوالي له کبله ان د شپې او اونۍ د پای په رخصتيو هم تېری ورکړی دی.

په ۲۰۲۰ کال کې په نړیواله کچه د خوب په اړه شوې سروې کې د روغتیايي ټیکنالوژۍ شرکت فیلیپس څېړونکو وموندله چې ۱۳،۰۰۰ مرکه شویو لویانو له منځه له نیمايي زیاتو برخه اخیستونکو ویلي وو چې له خپله خوبه راضي نه دي.

همدا ډول سروې ښيي چې د کورونا وبا له ګډېدو مخکې خلکو زیات خوب کاوه.

دې څېړنو دا هم موندلې چې د خوب کیفیت یې زیانمن شوی دی.

همدارنګه د فشار، غم او سپورت نه کول هم خپل منفي اغېز کړی دی.

ځینو خلکو لخوا د ښه خوب لپاره خوراک، سپورت او یو شمېر بوټي کارول کېدل چې ځینې یې روغتیاپالو ثبت کړي هم دي چې یو یې هم لیفیندر lavender غوړي یا مایع دي.

د دې مایع بوی ارام بښونکی دی او لږ یې په بالښت شندل کېږي خو زیات باید ونه کارول شي او نه زیات تنفس شي.

بل وزن لرونکي کمپلې دي د اضطراب کمولو کې مرسته کوی او کټ مټ دې ته ورته وي لکه څوک مو چې غېږ کې نیسي.

ډاکټران بیا وايي، د دا ډول محصولاتو څخه په ګټه اخیستنه کې باید احتیاط وکړئ.

ځکه په دغو ډول محصولاتو عادت کسان خورا زیانمنېږي ځکه د محصولاتو عرضه کوونکي دوی په نښه کوي.

ډاکټران وايي، کله چې تاسو خوب نشئ کولی، بله ورځ یې ستاسو په بدن باندې ډېر فشار وي او د څو ورځو کم خوب وروسته انسانان ورخطا کېږي.

همدا ورخطايي او ناهیلۍ بیا انسانان دې ته اړ کوي چې هر هغه محصول وپېري چې فکر کوي یا ورته ویل کېږي دا ستا ښه خوب کې درسره مرسته کوي او له همدې کبله پېریدونکي په غلطو محصولاتو هم ور پېښیدی شي.

ستاسو د ستونزې حل لپاره؟

ډېرې نښې شته چې له خوبه محرومیت یوه ټولنیزه ستونزه ثابته وي.

بې وزلۍ، توکم پالنه، د ماشومانو او روغتیا پاملرنې لپاره لږې اسانتیاوې، د ټیټو معاشونو سختې دندې او د تکنالوژیو لوی شرکتونه چې هڅه کوي تر ډېره خلک د خپلو محصولات له سکرین سره بوخت وساتي.

بلخوا د ناسم خوب پړه ډیری رسنۍ په فردي ډول د اشخاصو په عادتونو وراچوي،لکه خپل تلیفون بستر ته وړل، تلویزیون لیدل، هره شپه په یو معین وخت کې خوب نه کول یا د خوب وخت ته نږدې خواړه خوړل چې د وګړو په چلند کې بدلون راولي.

په ۲۰۱۹ کال کې د ښه خوب لپاره په نړیواله کچه شاوخوا ۴۳۲ میلیارد ډالرو په ارزښت محصولات پلورل شوي وو.

یو دلیل شتون لري چې خلک د ښه خوب په لټه کې ډیر لګښت کوي.

هغه دا چې په ریښتا سره هم ډیری وخت دا محصولات مرسته کوي چې انسانان ارمه خوب وکړي.

خوهغه څه چې د یو کس لپاره د ښه خوب لامل ګرځي اړینه ده چې همهغه څېز دې د بل کس لپاره هم ګټور وي.

ډاکټران وايي، کم خوب یا نارامه خوب چې د ناروغۍ له کبله وي دا څېزونه ورته ګټه نه رسوي په ځانګړي ډول چې دا نارامه خوب خوړو یا رواني روغتیا پورې تړاو ولري.

ځینې انسانان بیا فکر کوي چې په ریښتیا هم مونږ د ښه خوب لپاره ټولو پورته یاد شویو توکو ته اړتیا لرو خو متخصصین وايي، چې له میلیونونو کلونو راهیسې انسانانو له روبوټونو او د پوستکي نرم کوونکو او نورو اسانتیاو پرته ښه خوب کړی دی.

دوی دا ډول ذهنت چې ګویا د ښه خوب لپاره یادو محصولاتو ته اړتیا لرو یو هېښوونکی/ ټکان ورکوونکی خبر بولي.

د خوب متخصصین وايي، داسې یو څه باید ترسره شي چې تر ټولو ډېر طبیعي وي. دې برخه کې خواړه او سپورت بیا ښه بیلکه کیدای شي.

د ښه خوب لپاره لارښوونکي متخصصین وايي، د شپې لخوا ارامه خوب ته لېوالتیا یوه کلتوري موضوع ده چې ښه خوب پېرل هم په کې شامل دي چې دا موضوع لا سخت وي.

دوی وايي، د ښه خوب لپاره دریو څیزونو ته اړتیا ده، مناسبه خونه چې تیاره، خاموشي، سړه هوا او ارامي په کې وي، ارام بدن او ارام ذهن ته اړتیا لرئ.

متخصصین وايي، دا هغه څه دي چې ترلاسه کولو لپاره یې یوه روپۍ لګښت هم په تاسو نه راځي.

سر بېر په دې د ښه خوب لپاره دا هم ډېره اړینه نه ده چې هر څه ډېره زیات طبیعي وي.

د شپې لخوا د خلکو غالمغال، کار او ځینې فعالیتونه مونږه مجبوري وي چې مهالوېشونه بدل کړو.

په جلا جلا توګه د هر هغه څه په اړه بحث کول ګران دي چې په

فردي ډول انسان ته ارامښت وربښي.