کشمير کې د هدفي وژنو بیا پیلېدل؛ هندو لږکي د خپل امنیت خوندیتوب ته اندېښمن دي

د خپرېدو وخت

د هند تر ولکې لاندې کشمیر په سویلي برخه کې د ګوپالپورا په کلي کې د دولتي ښوونځي یوه ښوونکې په ډزو ووژل شوه.

رجني بالا اکثریت مسلمان مېشته سیمه کې اوسېده چې د مې په ۳۱ سهار مهال وژل شوې.

زده کوونکي او د ښوونځي مامورین له ودانۍ بهر راټول شوي و چې د ډزو غږونه یې واورېدل.

هغه ځای کې چې تاوتریخوالی او وژنې پکې د ورځني ژوند یوه برخه ده نو دوی سملاسي پوه شول چې بد څه پېښ شول.

پولیس وايي د هند ضد وسله والو رجني بالا پر سر په ډزو ویشتلې.

د رجني بالا د وژنې په اړه ډېر باورونه دا دي چې هغه په نښه شوې وه ځکه چې نوموړې اکثریت مسلمان مېشته سیمه کې له هندو لږکیو یوه وه.

تېر کال د هندوانو وژنې ډېرې شوې چې وروستۍ هغه یې تېره اوونۍ وه چې د سنیل کومار بټ په نامه یو هندی د سویلي کشمیر په شوپیان سیمه کې د مڼو په یوه باغ کې په ډزو ووژل شو.

د رجني کورنۍ وايي پر هغې تر برید مخکې یې هڅه کړې وه چې له کشمیر ووځي.

د نوموړې د مېړه راج کومار آتري په ټکو:"یوه نیمه میاشت مخکې له ښوونځي څو کیلو متره لرې یو هندو ګاډی چلوونکی ووژل شو او د کشمیر په بېلابېلو سیمو کې پر هندوانو بریدونه هم وشول، له هغه وخت راهیسې موږ وېرېدلي یو او دوه ځله مو د رجني د ویستلو غوښتنه وکړه."

رجني د تاریخ مضمون ښوونکي وه او هغه ښوونکي سره یې مینه وه چې پنځه کاله یې پکې تدریس کړی.

هغې خپلو همکارانو ته ویلو چې که ژوند ته یې ګواښ نه وای هیڅکله به یې له دغه ځایه د تللو پرېکړه نه وای کړې.

صایمه اختر په همدغه ښوونځي کې د ساینس ښوونکې ده نوموړې د رجني په اړه وايي:" هغه ډېره له پوهې ډکه وه او ښه اخلاق یې و، پر هغې نه یوازې ښوونځي بلکه زموږ ټول کلی ګران و، موږ یې له وژلو سره ړنګ شوو."

د رجني له وژلو وروسته نیم زده کوونکي ټولګي ته نه دي راغلي او کوم چې راغلي د خپګان او درد نښې یې سترګو کې له ورایه ښکاري.

د رجني مېړه اوس له خپلې یوې لور سره له دغې سیمې وتلی دی.

د اوژنې د ۳۰ کاله مخکې وژنو یاد بېرته راتازه کوي هغه مهال چې سلګونه هندوان د اورپکو ډلو له خوا ووژل شول او هندا لامل شول چې ټول هندوان له سیمې ووتل.

دا د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د یوې پېچلې جګړې پیل و چې له لسیزې کېږي روانه ده.

د ۱۹۸۰ لسیزو وروستیو راهیسې د کشمیر دره د یوې وسله والې یاغي ډلې تر کنترول لاندې دی، هند پر پاکستان تور پورې کوي چې سیمه کې د امنیت ګډوډولو لپاره د دواړو هېوادونو تر منځ رامنځته شوې لانجې ته لمن وهي، اسلام اباد دا تورونه ردوي.

تېرو څو لسیزو کې زرګونه هندي ځواکونه، وسله وال او ملکي وګړي په جګړو کې ووژل شول خو له ۲۰۰۳ راهیسې هندوانو ټولنه ډېره کمه په نښه کېږي، حقیقیت کې له ۲۰۱۰ راهیسې هڅې روانې دي چې د امنیتي ګواښونو له مله له دغه ځایه تللي کسان بېرته راستانه کړل شي.

د هند حکومت له خوا ټاکل شوی د سیمي مشر مانوج سینها بي بي سي ته ویلي، پر ملکي وګړو د هدفي بریدونو شمېر ته باید له اوږدې مودې راهیسې وکتل شي.

د هغه په ټکو:" دا ډېرې غمجنې پېښې دي خو که په تېرو ۱۰-۱۵ کلونو کې یوازې د هندوانو نه بلکه د ټولو ملکي وګړو هدفي وژنو ته پام وکړو، شمېر یې راکم شوی. د ویرې فضا هغومره جدي نه ده لکه پخوا چې وه."

خو هغه هندوان چې کلونه وړاندې کشمیر ته راغلي لا هم د خپل ژوند او امنیت په اړه اندېښنه او وېره لري او غواړي له دغه ځایه ووځي.

سویلي کشمیر کې د بیا مېشتېدني کالونۍ کې په سلګونو کشمیري هندوان چې د حکومت د هڅونې پروګرام له مخې سیمې ته بېرته راستانه شوي احتجاجونه یې پیل کړي او د ځای پر ځای کېدو غوښتنه کوي.

سندیپ رینا یو انجینر دی چې عامه خدماتو کې کار کوي دی وايي:" له هغه وخت راهیسې چې موږ بېرته راستانه شوي یو ډېرو ستونزو سره مخ یو لکه د کورنو وران وضعیت چې موږ ته راکړل شوي خو موږ دا احساس نه کاوه چې په نښه کیږو به، خو اوس د خپل ژوند په اړه اندېښنه لرو، وېرېږو چې څوک به مو ووژني."

د عامه ښوونځي یو ښوونکی بیا زیاتوي:" که زما څنګ کې کس له خپل جیب هم لاسونه راوباسي زه وایم چې زما د ویشتلو لپاره ټوپک راوباسي. موږ خپل ماشومان ښوونځي ته له تللو منع کړي او په ډېرې سختۍ او وېري له کوره بهر وځو.

وسله والي ډلې وايي دوی په لږکیو او بهرنیانو ځکه بریدونه کوي چې د هند ملت پاله دولت هندیان هڅه کوي د کشمیر مذهبي جمعیت بدل کړي چې اکثریت یې مسلمانان دي.

دا هغه تورونه دي چې هند یې ردوي.

د هند د دولت پر ضد راپورته شوی قهر چې له اوږدې مودې راهیسې د کشمیر په ځینو برخو کې احساس شوی له ۲۰۱۹ کال را په دېخوا لا پسې زیات شوی.