په اروپا کې توفان او سیلابونه؛ یو شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې

د عکس سرچینه، EPA
زورورو توپاني بادونو په مرکزي او سویلي اروپا کې د درې ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۳ کسان وژلي دي.
د ډېری کسانو مړینې لامل د ونو غورځېدل بلل شوي او په ایټالیا، اتریش او د فرانسې په کورشیا ټاپو کې د د دې ډېری پېښو رپوټونه ورکړل شوي دي.
دغه توپاني بادونه او ګڼ بارانونه د اروپا په ډېری سیمو کې د ګرمۍ له یوې سختې څپې وروسته راغلي چې څو اونۍ یې دوام وکړ.
د فرانسې ټاپو په هکله ویل کېږي چې د بادونو چټکتیا په یوه ساعت کې تر ۲۲۴ کیلومترو پورې رسېده، چې ځینې ونې یې له جرړو وایستې او ګرځنده مېشت ځایونه یې ونړول.
په دې سیمه کې ځايي چارواکو ویلي، یوه ۱۳ کلنه نجلۍ له هغه وروسته ووژل شوه، چې ونه پرې وروغورځېده. په همدې سیمه کې یو سپین ږیری سړی په ورته ډول وژل شوی او یوه ښځه بیا هغه وخت ووژل شوه، چې د سمندر غاړې یوه مېشت ځای بلۍ یې پر ګاډي راوغورځېده.
یو کب نیونکی او یوه کښتۍ چلوونکې ښځه بیا په سمندر کې مړه شوي دي.
وروسته د فرانسې کورنیو چارو وزیر ګیرالډ درمانین توپان ځپلې سیمې ته د اوښتي زیان معلومولو لپاره د سفر په ترڅ کې د شپږم کس وژل کېدو اعلان وکړ.

د عکس سرچینه، Reuters
په رپوټونو کې ویل شوي، په سمندر او ځمکه د همدې پېښو ترڅ کې نژدې یو درځن کسان ټپیان شوي دي.
هلته د فرانسې مرکزي برخو کې بیا د دویم لوی ښار مارسیلي په ګډون ځینو سیمو لارې، کوڅې له سیلابي اوبو ډکې وې او په سویلي سیمو کې د برېښنا پرچاوۍ رپوټونه ورکړل شوي دي.
په اتریش کې د ونو غورځېدو له کبله د دوو نجونو په ګډون پنځه کسان وژل شوي او د ایټالیا په توسکانې سیمه کې همداسې د ونو غورځېدو له کبله د یوې ښځې او یوه سړي وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.
په وینس ایالت کې د توفاني بادونو له کبله د ځینې دکانونو مخې ته ولاړ چترونه غورځېدلي او د خښتو دېوالونه ړنګ شوي دي.
د انسانانو له لاسه د اقلیمي بدلون له کبله په دا وروستیو کلونو کې د سختې ګرمۍ او یا توفانونو په ګډون سخت موسمونه ډېر او پرلپسې شوي دي.
ماهرین وايي، د صنعتي انقلاب له پیل راهیسې د ځمکې تودوخه وارله مخه یو اعشاریه یو درجه زیاته ګرمه شوې او که د نړۍ په لر او بر کې حکومتونه د شین کوریزو ګازونو تولید کمولو لپاره اقدامات و نه کړي، د تودوخې درجه به همداسې پسې زیاتېږي



















