عراقۍ لوبغاړې پر اېکانومېسټ ورځپاڼې عریضه کوي، د دې عکس یې د چاغۍ په اړه مقاله کې کارولی

د خپرېدو وخت

عراقي هنرمنده( لوبغاړې) انس طالب وايي د دې د یو تصویر د کارولو له کبله به محکمې کې د اېکانومېست ورځپاڼې پرضد عریضه وکړي. هغه وايي دې ورځپاڼې په یوې مقالې کې ویلي چې عرب ښځې د نارینه و پرتله "چاغې" دي او د دې موضوع د بیانولو لپاره یې د دې له یو تصویر څخه کار اخیستی.

اغلې طالب وايي چې دا تصویر د دې له اجازې پرته په ناسمه توګه کارول شوی، او د دې خصوصي حریم تر پښو لاندې شوی.

هغه دا ادعا هم کوي چې تصویر کې یې لاسوهنه شوې "فوټوشاپ شوی"

دغه مشهوره لوبغاړې، چې د تلویزیوني خپرونو کوربه توب هم کوي، په یوې مرکې کې یې ویلي چې په بریتانیا کې یې قانوني اقدامات پېل کړي دي.

د اېکانومېست ورځپاڼې تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د اېکانومېست د خپرې شوې مقالې عنوان وايي، (ولې په عربي نړۍ کې ښځې د نارینه و په پرتله چاغې دي)

مقاله د جولای په وروستیو کې خپره شوې وه او په هغې کې د اغلې طالب هغه تصویر کارول شوی و چې ۹ میاشتې وړاندې په عراق کې د بابیلون په نړیوال فیسټیوال کې اخیستل شوی و.

په مقالې کې استدلال شوی چې بېوزلي او ټولنیز محدودیتونه ښځې په کورونو کې ساتي او دا د دې یو علت ګرځېدلی چې ولې عربې ښځې د نارینه و په پرتله چاغې دي.

په مقالې کې د دې یو بل احتمالي لامل دا یاد شوی چې ښايي د ځینو نارینه و له نظره د چاغو ښځو د لوړو ژورو ډک بدن په زړه پورې وي.

مقاله کې ویل شوي، "عراقیان معمولا د لوبغاړې انس طالب د لوړو ژور ډک بدن زړه راښکونکی بولي."

خو اغلې طالب دا مقاله "په عام ډول د عرب ښځو او په تېره بیا د عراقي ښځو سپکاوی" بللی، او دا پوښتنه کوي چې ولې د اېکانومېست ورځپانې "د اروپا او امریکا پر ځای په عربي نړۍ کې د چاغو ښځو موضوع سره دلچسپي لري؟"

په اردن کې د العربیه تلویزون سره، چې د سعودي لخوا تمویلېږي، یوې مرکې کې انس طالب وویل چې پر ټولنیزو رسنیو له "ځوروونکو تبصرو" سره مخ شوې.

هغې همدا راز نیولاین مجلې ته ویلي چې روغه رمټه ده او د خپل بدن د څرنګوالي په اړه خوشحاله ده.

اغلې طالب ۴۲ کلنه او د عراق له مشهورو لوبغاړو څخه ده، او پر انسټاګرام ۹ میلیونه پېروان یا فالوران لري.

العربیه تلویزیون سره مرکې کې هغې وویل، اېکانومېست ورځپاڼه بې طالع وه چې دا یې په غوسه کړې. دې وویل، "هغوی نه پوهېږي چې زه یوه مشهوره او نامتو هنرمنده یم، زه کولای شم کړکېچ په لاسته راوړنو بدل کړم."

په ټولنیزو رسنیو کې هم د اېکانومېست پرمقالې نیوکې شوي، او هغه یې تورنه کړې چې "نژادپرسته، جنسیت پرسته" ده او عرب ښځې یې "شرمولي" دي.