ایټالیا کې وچکالي؛ سیند کې له دویمې نړیوالې جګړې راپاتې ناچاوده بم موندل شوی

Image shows unexploded bomb

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د دغه بم جوړېدو کې ۲۴۰ کیلو چاودېدونکي توکي کارېدلي
د خپرېدو وخت

ایټالیا کې سختې وچکالۍ له کبله د یوه سیند د اوبو کچې کمېدل د دې لامل شول د دویمې نړیوالې جګړې یو ناچاودلی بم وموندل شي.

د ایټالیا پوځ اعلان کړی دا ۴۵۰ کیلوګرامي بم کب نیوونکو لومبارډي سیمه کې د پو سیند کڅ کې موندلی دی.

د پوځي چارواکو پر بنسټ ددغه بم جوړېدو کې ۲۴۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي کارېدلي دي.

ځايي چارواکو ویلي دغه ستر بم ته وروسته په کنټرول شوې بڼه چاودنه ورکړ شوه، خو چاودولو لپاره یې د سیمې ۳۰۰۰ اوسېدونکي خوندي ځای ته ایستل شوي وو.‌

دې چاودنې لپاره ان د سیمې اسمان کې په لنډمهاله توګه الوتنې هم بندې شوې وې.

Image shows bomb detonation

د عکس سرچینه، Italian army

د عکس تشریح، دغه بم ته وروسته په کنټرول شوې بڼه چاودنه ورکړ شوه

ایټالیا تېرو ۷۰ کلونو کې تر ټولو سختې وچکالۍ سره لاس ګریوان ده.

د دې وچکالۍ له کبله د پو سیند ستره برخه وچه شوې.‌

پو د ایټالیا تر ټولو اوږد سیند دی چې اوږدوالی یې ۶۵۰ کیلو مترو ته رسېږي.

دا سیند له الپ غرونو سرچینه اخلي او ادریاتیک سمندر ته بهېږي.

ایټالیا کې دا سخته وچکالي د دې لامل شوې چې د پو سیند غاړو ته په ځینو پرتو سیمو کې بېړنی وضعیت اعلان شي.