تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند کې د چیتا پړانګانو ورک شوی نسل بېرته دغه هېواد ته وړل کېږي
تمه ده چې راتلونکې اوونۍ د چیتا پړانګانو یوه ډله له افریقا د هند ملي پارک ته راوړل شي.
له نیمې پېړۍ زیاته موده کېږي چې هند کې د چيتا پړانګانو نسل له منځه تللی و خو اوس دغه هېواد پرېکړه کړې له افریقا پرانګان راولي.
دا لومړی ځل دی چې یو لوی غوښه خوړونکی حیوان له یوې وچې بلې ته لېږدول کېږي او د یوبل هېواد په ځنګل کې بیا ژوند پیلوي.
رادویندرادېف جالا د هند د ځنګلي ژوند انسټیوټ مشر او یو له هغو کارپوهانو چې په دغه برخه کې یې هڅې کړي وايي:" ننګوونکې خو حیرانوونکې ده، د هند له لمنې ورکه شوې خزانه بېرته دغه هېواد ته را ګرځي."
دغه پرانګان له کوم ځایه راځي؟
لږ تر لږه ۱۶ پړانګان د سویلي افریقا او نامیبیا هند ته راځي چې د نړۍ د ۷۰۰۰ پرانګانو درېیمه برخه ده.
د نړۍ له نیمايي زیات شمېر پړانګان په دغو دوو هېوادونو او بوتسوانا کې موندل کېږي.
سویلي افریقا کې پړانګان په درېيو بېلابېلو ځایونو کې موندل کېږي: ډېر کم شمېر یې ازاد ګرځي او په نا امنو سیمو کې ژوند کوي، لوی شمېر یې په لویو ملي پارکونو کې ساتل کېږي او پاتې نور شخصي ملکیت دی او خوندي شوي.
هند ته وړل کېدونکي پړانګان ډېر له خوندي ځایونو راویستل شوي او ښه نسل لري، سویلي افریقا کې شاوخوا ۵۰۰ بالغ پړانګان په ۵۰ بېلابېلو زېرمو کې خوندي شوي.
پړانګان اوس چېرته دي؟
د سویلي افریقا پړانګان اوس په دوو ځایونو کې قرنتین دي، یو شمېر یې زولولند کې د وترنرۍ خدمتونو په مرکز کې دي او ۴ نور یې نامیبیا کې.
دغه چیتاګانو ته د بېلابېلو ناروغیو ازمایښتونه شوي او واکسین کېږي.
روغتیایې کارکوونکي وايي باید ډاډ ترلاسه کړي چې دا پړانګان هیڅ ډول ناروغي نه لري.
دا اوږد سفر څومره ستونزمن دی؟
متخصصین وايي، د وحشي پړانګانو دغه سفر ستونزو سره هم مخ کېدی شي ځکه چې انسانانو ته په نږدې کېدو او کڅوړو کې بندول پرې فشار راولي.
هند ته تلونکي پړانګان باید له جوهانسبرګ ډیلي ته په کارګو یا بار وړونکې الوتکه کې سفر وکړي او بیا د موټر یا چورلکې په مرسته د هند مدهیا پردېش ایالت ملي پارک ته ولېږدول شي، چېرته چې دوی به پکې خپل نوی ژوند پیلوي.
په دغه سفر کې به پړانګانو سره وترنران هم وي او په اوسپنیزو کریټونو کې به لېږدول کېږي.
پړانګانو ته په دغه سفر کې د ارامښت درمل هم ورکول کېږي چې له حرکت پاتې شي.
پریتوریا پوهنتون کې د ځنګلي ژوند پروفیسر او وترنر ادرین توردیف وايي:" دغه کار د څارویو د لېږد چاره خورا اسانه کړې."