د داعش پروپاګند ویډیوګانو کاناډايی ویندوی په عمري بند محکوم شو

د خپرېدو وخت

د امریکا یوې محکمې هغه کاناډايي وګړي ته د زندان سزا ورکړې، چې د اسلامي دولت نومې ډلې 'داعش ' لپاره یې د پروپاګند په موخه ویډیويي کلیپونه چمتو کول.

محمد خلیفه چې په سعودي عرب کې زېږېدلی، د داعش ډلې لپاره د ملاتړ موادو چمتو کولو لړ کې مجرم پېژندل شوی دی. د امریکا عدلي اداره وايي، ۳۹ کلن خلیفه په داعش ډله کې دننه یوه ' 'ډاروونکې څېره '' وه او شخصاً یې دوه نیول شوي سوریايي پوځیان وژلي دي.

د یادونې ده، چې داعش ډله په ۲۰۱۷ کال کې د عراقي او امریکا په مشرۍ اتحادي ځواکونو لخوا ماته شوه، خو د دې ډلې ځینې کسان اوس هم په عراق، سوریه، افغانستان او د افریقا ځینو برخو کې فعال دي.

امریکايي څارنوالان وايي، خلیفه په انګلیسي ژبه د داعش لپاره داسې ویډیويي کلیپونه چمتو کول چې وژنې پکې ستایل کېدې، د بریدونو لپاره طرحې یې وړاندې کولې او د یادې ډلې لپاره یې د نویو کسانو جذبولو هڅه کوله.

خلیفه چې په ټورنټو کې لوی شوی، د ۲۰۱۳ کال په پسرلي کې سوریې ته تللی و او د هماغه کال په نومبر کې له داعش ډلې سره یو ځای شوی و. نوموړي د ۲۰۱۸ تر وروستیو پورې د داعش ډلې په رسنیزه برخه کې فعالیت کاوه.

دې ډلې یوازې په ۲۰۱۴ کال کې د امریکايي خبریال جیمز پولې، سټېون سوټلوف او بریتانوي مرستندویه کارکوونکو الن هینینګ او ډېوېډ هاینس د سر غوڅولو. خلیفه د ۲۰۱۹ کال په جنورۍ کې د کردانو په مشرۍ سوریې دیموکراتیک پوځ 'ایس ډي ایف ' لخوا ونیول شو.

د امریکا عدلي مقامات وايي، نوموړي چې په دریو لاسي بمونو او یوه کلاشنکوف سمبال و، د سوریې په ابو بدران سیمه کې د ایس ډي ایف ځواکونو پر یوه پوسته برید کړی و.

نوموړي د پوستې پر چت د ایس ډي ایف ځواکونو پر لور یو لاسي بم غورځولی و او وروسته د ودانۍ په زینو کې له یوه سرتېري سره په متقابلو ډزو کې ښکېل شوی و. نوموړي په خپل ټوپک کې ډېری شته مرمۍ ویشتلې وې، وروسته یې ټوپک کارپرېښود او تسلیم شو.

خلیفه چې وروسته د امریکا ایف بي ای ادارې ته سپارل شوی و، د تېر کال دسمبر کې د ترهګرۍ پېښو کې د ښکېلتیا اعتراف وکړ.