تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان كې د داعش زياتېدونکي اغېز مرګونې پايلې
افغانستان كې د داعش زياتېدونکي اغېز مرګونې پايلې. بي بي سي يې کابل کې له يوي زنداني اورپکي سره خبرې کړې. کابل دوو اونيو کې د دريو لويو بريدونو ليدونکی و، چې له ۱۲۰ زيات کسان په کې ووژل شول. دوه بريدونه يې طالبانو، او درېيم يې د اسلامي دولت نومې ډلې داعش کړی و.
سره له دې چې د طالبانو پرتله پر کمو سيمو ولکه لري داعش تېر يوه کال کې د هر بل وخت پرتله کابل کې بریدونه ډېر شوي دي.
داسې حال کې چې داعش له عراق او سوريې په شا تمبول کېږي، داسې ښکاري دغه اورپکې ډله اوس افغانستان کې خپل زور او اغېز زياتوي. بي بي سي ته ځانګړې اجازه ورکړل شوې، چې کابل کې د داعش يوه بندي سره خبرې وکړي.