د هټلر ساعت په څه باندې یو میلیون ډالر وپلورل شو

د عکس سرچینه، Alexander Historical Auctions
یو ساعت چې ویل کېږي د نازي جرمني مشر اډولف هټلر ملکیت و، په امریکا کې د یو اعشاریه یو میلیون پاونډو بدل کې لیلام شوی دی.
هوبر نومي دا ساعت چې پر یوه نامعلوم مشتري پلورل شوی، د نازیانو نښان سواستیکا لري او د اې ایچ توري پرې کښل شوي دي.
د میریلنډ ایالت پر دې لیلامۍ یهودي مشرانو نیوکې کړې، خو د لیلامۍ منتظیمینو چې مخکې یې هم د نازیانو اړوند توکي لیلام کړي، جرمني رسنیو ته ویلي، غواړي تاریخي توکي خوندي کړي.
په یوه پرانیستي لیک کې چې ۳۴ یهودي مشرانو پر لاسلیکونه کړي، دا لیلامي یوه کرکجنه چاره بلل شوې او له منتظمینو غوښتل شوي چې د نازیانو اړوند توکي له لیلامۍ وباسي.
اډولف هټلر له ۱۹۳۳ تر ۱۹۴۵ کال پورې د جرمني نازي نظام مشري کوله. د نازیانو واکمنۍ پر مهال ۱۱ میلیونه کسان په سیستماتیک ډول ووژل شول، چې شپږ میلیونه یې یهودان وو.
د لیلامۍ مرکز ارزونه ښيي چې دا ساعت هغه مهال د یادګار په توګه اخیستل شوی و، چې د فرانسې ۳۰ پوځیانو ډلګۍ ۱۹۴۵ کال کې د هټلر پر غرني استوګنځي بیرګهوف یرغل وکړ او له هغه راهیسې دا ساعت د څو نسلونو تر منځ لاس پر لاس کېده او څو ځله پلورل شوی دی.

د عکس سرچینه، Alexander Historical Auctions
په دې لیلامۍ کې ځینې نور توکي هم لیلام شوي، چې د هټلر د مېرمن اېوا براون کالي، د نازي مشرانو لاسلیک شوي تصویرونه او له ټوکره یو چمتو شوی ستوری چې جود 'په جرمن ژبه کې یهود ' پرې لیکل شوي، هم شامل وو.
نازیانو د هولوکاسټ په موده کې یهودان اړ ایستل چې ژیړ رنګه نښانونه تر مټ وتړي یا یې پر ټټر وټومبي چې له نورو خلکو ځانګړي معلوم شي او وځورول شي.



















