جرمني کې د ګازو ستونزه؛ یو شمېر ښارونو عامه ودانیو کې د ګرمو اوبو سیسټم بند کړی

د خپرېدو وخت

د جرمني هانوور ښار د روسیې د ګازو کړکېچ له امله په ټولو عامه ودانیو کې د ګرمو اوبو سیستم بند کړی.

وروسته له هغې چې روسیې جرمني ته د ګازو واردات بند کړي، دا لومړنی لوی ښار دی چې په عامه ودانیو کې ګرمې اوبه بندوي.

جرمنانو ته ویل شوي چې د ګازو د کمولو او د انرژۍ بېلونو د زیاتوالي په برخه کې لا نورو اقداماتو ته دې چمتو وي.

اروپايي ټولنې هوکړه کړې چې سږ ژمي کې د روسيې د ګازو غوښتنې ۱۵ سلنه راکم کړي.

د جرمني شمال کې هانوور ښار پرېکړه کړې چې د انرژۍ د خوندي کولو لپاره ګرمې اوبه په عامه ودانیو، د لامبو حوضونو، سپورټ تالارونو او جیمونو کې د شاورونو لپاره بندې کړي.

د دغې پرېکړې له مخې عامه ځایونو کې د انرژۍ خوندي کولو لپاره فوارې هم بندې شوي،د شپې له خوا د موزیمونو او د ښار ودانیو د څراغونو پر لګولو هم یندیز لګېدلی دی.

ښاروال بلېت اونا ویلي، د انرژۍ په لګښت کې د کموالي راوستلو موخه یې د هغه کړکېچ په غبرګون کې ده چې د روسیې د ګازو د وارداتو د بندېدو له امله رامنځته شوی.

د ودانیو د تودولو په برخه کې هم ځینې مقررات وضع شوي، عامه ودانۍ به د هر کال د اپرېل له میاشتې تر سپټمبره هیڅ تودوخه نه لري او د کال په اوږدو کې به د خونې تودوخه تر ۲۰ سانتي ګراد پورې محدوده وي.

دا پالیسي د برلین د تېرې اوونۍ د خبرپاڼو سره په سمون کې ده، ځکه چې آلمان هڅه کوي، له ژمي مخکې خپلې زیرمې ډېرې کړي.

د آلمان نورو ښارونو هم د هانوور ښار په څېر د انرژۍ د سپما کولو برخه کې ځینې اقدامات پیل کړي.

هانوور کې د انرژۍ د لګښت ۱۵ سلنه کموالي پرېکړه د اروپايي ټولنې د هغې موخې پر اساس شوې چې د روسیې پر ګازو تکیه راکمه کړي.

د پنج شنبې پر ورځ آلمان ومنله چې تمه ده پر پېرودونکو د ګازو لګښت له پخوا لوړ شي او د دې ډاډ ترلاسه کړي چې د ګارو شرکتونو یې راتلونکي میاشتو کې له ماتې سره نه مخ کېږي.

د دغه هېواد د اقتصاد وزیر رابرټ هابک ویلي: "موږ دا نه شو ویلی چې تر نومبر میاشتې به د ګارو لګښت څومره شي خو ترخه خبره دا ده چې پر هرې کورنۍ څو سوه یورو لګښت راځي."

ځینو رپوټونو ویلي چې ښايي پر هرې کورنۍ لږ تر لږه ۵۰۰ یورو اضافي مالیه راشي.

جرمني له اوږدي مودې راهیسې د برېښنا د اړتیاوو د بشپړولو په برخه کې پر روسیې تکیه و، خو په دې ورستیو کې یې پر روسیې تور پورې کړی چې د اوکرایین په جګړه کې د اروپايي ټولنې د بندیزونو د غچ اخیستو په بدل کې یې د ګازو واردات بند کړي، هغه څه چې روسیه یې ردوي.