روسیې د خوراکي توکو نړیوال کړکېچ ته د لمن وهلو تور رد کړ

د عکس سرچینه، RUSSIAN FOREIGN MINISTRY/EPA
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف مصر ته د سفر پر مهال دا تور رد کړ چې ګوندې روسیه نړۍ کې د خوراکي توکو د کړکېچ لامل ګرځېدلې ده.
هغه قاهره کې د عرب لیګ سفیرانو ته وینا کې ویلي لوېدیځ هېوادونه پر نړیوال خوراکي امنیت د بندیزونو د اغېزو په اړه حقیقت تحریفوي.
هغه لویدیځ هېوادونه پر دې هم تورن کړل چې ګوندې هڅه کوي پر نورو خپل واک وتپي.
دا په داسې حال کې ده چې افریقا او د عربي نړۍ ستره برخه پر اوکرایین د روسیې د یرغل له کبله د غلو دانو له کمښت سره مخ دي.
د افریقا پراختیايي بانک وايي د دې لویې وچې ۴۰ سلنه اړتیا وړ غنم له روسیې او اوکرایین واردېږي.
یوازې مصر په ۲۰۱۹ کال له اوکرایینه څه باندې درې نیم میلیون ټنه غنم اخیستي وو.
مسکو که څه هم د جمعې پر ورځ کیېف سره له دغه هېواده د غمنو صادراتو ته د اجازې ورکولو مهمه هوکړه وکړه خو څو ساعته وروسته یې پر اوډیسا بندر بریدونه وکړل.
ښاغلی لاوروف پر اوکرایین د یرغل له کبله د روسیې خلاف غوسې ته په کتو، د دریو افریقايي هېوادونو په سفر وتلی چې د هغوی ملاتړ ترلاسه کړي.
هغه ویلي پر روسیې بندیزونو لګولو کې د لویدیزو هېوادونو توندوالی دا ښکاروي چې "مسله د اوکرایین نه، بلکې خبره د نړیوال نظم د راتلونکې ده. هغوی وايي ټول باید پر مقرراتو د ولاړ نړیوال نظم ملاتړ وکړي، خو دغه اصول د داسې ځانګړي وضعیت پر بنسټ لیکل کېږي چې لوېدیځ غواړي د ځان په ګټه یې حل کړي."
ښاغلي لاوروف تر دې وړاندې له خپل مصري همپوړي سامح شکري سره مفصله کتنه درلوده.

د عکس سرچینه، AFP
مصر له روسیې سره، چې غنم او وسلې پر پلوري، ښې اړیکې لري. پر اوکرایین له برید وړاندې ګڼ روسي سیلانیان مصر ته تلل.
هغه ښاغلي شکري سره تر لیدنې وروسته ګډې خبري ناسته کې تور پور کړ چې لویدېځ د روانې جګړې پر اوږدولو بوخت دی.
د بي بي سي نړیوال سرویس د افریقا څانګې اېډیټر وېل روس لیکي روسیه هڅه کوي چې د اوکرایین جګړه کې د افریقايي هېوادونو د نه طرف کېدو لیوالتیا د ځان په ګټه واړوي.
د افریقا سترې برخې تر اوسه دې ته لیوالتیا نه ده ښودلې چې د اوکرایین روانه جګړه کې د کومې خوا ملاتړ وکړي.
د روسیې او لویدېځ ترمنځ سړې جګړې افریقا کې د جګړو اور ته لمن وهلې وه چې د پرمختګونو مخه یې ونیوه.





















