کورونا وېروس: بایډن جولای څلورمې ته له وېروسه 'د ازادۍ ورځې' په نظر ګوري

ولسمشر بایډڼ له هغې ورځې یو کال ورسته دا څرګندونې کوي چې د روغتیا نړیوال سازمان کورونا وبا وبلله.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ولسمشر بایډڼ له هغې ورځې یو کال ورسته دا څرګندونې کوي چې د روغتیا نړیوال سازمان کورونا وبا وبلله.
د خپرېدو وخت

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، هیله من دی چې امریکایان به د راتلونکې جولای میاشتې څلورمه چې د امریکا خپلواکۍ ورځ ده، له کوویډ - ۱۹ ناروغۍ د 'ازادۍ ورځې ' په توګه ولمانځي.

د ولسمشر په توګه لومړنۍ پرایم ټایم وینا کې ښاغلي بایډن وویل، ټولو ایالتونو ته به امر وکړي چې د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې ټول بالغ کسان د کورونا ضد واکسین ورکولو وړ وبولي.

په امریکا کې اوس د عمر او روغتیايي وضعیت له مخې د واکسین لړ کې لومړیتوب ورکول کېږي. ښاغلي بایډن د هغې ورځې یو کال بشپړېدو سره هممهاله دا وینا کوله په کومه ورځ چې کورونا رسماً وبا وبلله شوه.

له هغه راهیسې نیم میلیون امریکایان مړه شوي چې دا شمېر په لومړۍ، دویمه نړیواله او ویتنام جګړو کې د وژل شویو ټولټال امریکایانو پرتله هم ډېر دی.

تېر کال د جولای پر څلورمه چې په امریکا کې له بریتانیا د امریکا خپلواکۍ اخیستو ورځ لمانځل کېږي، د دې ملي رخصتۍ په مناسبت ګڼ شمېر امریکایان په مراسمو کې له ګډون کولو راګرځول شوي وو.

اوس په خپله وینا کې ولسمشر بایډن وویل، دی د پراخو غونډو تمه نه کوي، خو په وینا یې د خلکو کوچنۍ ډلې یو ځای کېدای شي.

نوموړی وايي:

''که موږ په شریکه له جولای څلورمې مخکې داسې وکولای شو، ستاسې او ستاسو د دوستانو او کورنیو لپاره به یو ښه فرصت وي چې د کورونو په شاوخوا کې یو ځای شئ، خواړه پاخه کړئ او د خپلواکۍ ورځ ولمانځئ. ''

A health worker wearing protective gear takes a swab sample of a resident for a Covid-19 coronavirus test at Dharavi slum in Mumbai on March 11, 2021.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په مهاراشټر کې د کوویډ - ۱۹ ناروغانو ډېرېدو رپوټه ورکړل شوي

د هند لوېدیځ کې ناګپور لومړنی ښار دی چې د کورونا وېروس پېښو ډېرېدو له کبله بېرته په بشپړه توګه قرنطین پکې پلي شوی دی.

د دوو اونیو لپاره لګول شوی قرنطین به د سیمې نورو ځایونو ته هم وغځول شي.

د روانې مارچ میاشتې له ۱۵ ورځې به قرنطین پلي کېږي. مهاراشټر ایالت چې ناګپور ښار پکې موقعیت لري د وبا خپرېدو له لومړي سره د کوویډ - ۱۹ ناروغانو شمېر له پلوه لومړی ځای درلود.

هند کې د کوویډ - ۱۹ یولس میلیونه ناروغان ثبت شوي او ۱۵۷ زره کسانو د دې ناروغۍ له لاسه ژوند له لاسه ورکړی دی.

له دې مخکې تېره ورځ په پاکستان کې روغتیايي چارواکو وویل، د کوویډ - ۱۹ مثبتې پېښې یو ځل بیا زیاتې ‍شوې، چې ورسره د دغه هیواد د تعلیم وزیر په شاوخوا لسو ښارونو کې تر دوو اونیو پورې د تعليمي ادارو د تړلو اعلان کړی دی.

له دې مخکې ویل شوي وو، چې له جنورۍ میاشتې راهیسې د کوویډ - ۱۹ نوې پېښې لږ شوې وې.

د بي بي سي خبریال خدای نور ناصر وايي، په دغه هېواد کې له تېرو څو ورځو راهیسې د کورونا د مثبتو پېښو شمېر زیات شوی دي،‌ چې ځينې يې وايي،‌ کېدلی شي، همدا هلته د کورونا بله څپه وي.‌

د پاکستان تعلیم وزیر شفقت محمود ویلي، د خیبر پښتونخوا او پنجاب ایالتونو په لسو ښارونو کې به د روانې میاشتې له ۱۵ نېټې وروسته تر دوو اونیو پورې ټولې تعلیمي ادارې تړلې وې.

د تعلیم وزیر وايي، پلازمېنه اسلام اباد او پېښور هغه ښارونه دي، چې د نویو اقداماتو لړ کې به یې تعلیمي ادارې تړلې وي.

ډنمارک، ناروې او ایلنډ د سې شنبې پر ورځ د واکسین کاروول ودرول

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ډنمارک، ناروې او ایلنډ د سې شنبې پر ورځ د واکسین کاروول ودرول

بل لور ته تایلنډ له هغو رپوټونو وروسته د استرازینیکا واکسین لګول ځنډولي چې ګواکې دې سره وینه کې غوټې پیدا کېږي، خو دې لړ کې هېڅ ثبوتونه نه دي لیدل شوي.

له دې مخکې ټاکل شوې وه، چې د هېواد لومړی وزیر به د جمعې پر ورځ د واکسین له لګولو وروسته کمپاین پیل کړی، خو اوس دا چاره ځنډول شوې. له دې مخکې ډنمارک او ناروې په ګډون یو شمېر هېوادونو د واکسین لګول لغو کړي دي. په اروپا کې یاد واکسین تر اوسه ۵ میلیونه کسانو ته ورکړل شوي دي.

د تایلنډ روغتیايي چارواکي وايي، دوی ځکه واکسین ځنډولي چې له یوه پلوه په هېواد کې د کوویډ - ۱۹ ناروغانو شمېر ډېر نه دی او له بله پلوه نور واکسینونه هم لري چې تکیه پرې کېدای شي. په اروپا کې د واکسین له وړاندې کېدو وروسته د ترومبوآمبولیک پېښې یا وینې کې د غوټونو رامنځته کېدو پېښې لیدل شوې دي.

بل لور ته د اروپايي ټولنې درملو همغوونکې اداره وايي، داسې هېڅ اشارې نه دي موندل شوې چې ګواکې د اکسفورډ - استرازینیکا واکسین او په وینه کې د غوټو پیدا کېدو تر منځ کوم تړاو شته.

د دې ادارې په وینا د داسې پېښو شمېر په عام ولس کې له شته پېښو نه دی زیات شوی. دغه اعلامیه له هغه وروسته خپره شوې، چې د ډنمارک او ناروې په ګډون یو شمېر هېوادونو د واکسین کاروول لغو کړل.

دغه واکسین له هغه وروسته لغو شول چې وايي، د لږ شمېر خلکو په وینه کې د واکسین له لګولو وروسته غوټې پیدا شوې دي. د اروپايي ټولنې درملو همغږې کوونکې ادارې د پنجشنبې پر ورځ وویل:

''داسې هېڅ اشارې نه دي لیدل شوې چې داسې حالت وښيي چې د واکسینو د مضر اغېزو په لیست کې یې یادونه نه ده شوې. ''