اولینا زېلېنسکا: د اوکرایین جګړې زما نهه کلن زوی هڅولی چې سرتېری شي

د خپرېدو وخت

د اوکرايین لومړۍ مېرمن اولینا زېلېنسکا وايي، په اوکرایين کې جګړې د هغې نهه کلن زوی دې ته هڅولی چې سرتېری شي.

اغلې زېلېنسکا له ان بي سي سره په یوه مرکه کې وویل، اوس یوازینی کار چې زما زوی کیریلو غواړي وکړي، د جګړې چل زده کول او د ټوپک کارول دي.

نوموړې وايی، هیله منه ده چې وکولی شي خپل زوی ته د هغه ماشومتوب بېرته ورکړي.

د اوکرایین د ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي مېرمن اغلې زېلېنسکا امریکا ته په سفر تللې وه او هلته یې د اوکرایین لپاره د لا ډېرو وسلو غوښتنه کړې ده.

شاوخوا پنځه میاشتې کېږي چې روسیې په اوکرایین یرغل کړی دی. دا چې دې جګړې د اغلې زېلېنسکا پر زوی څه اغیز کړی، خپله دا یې په اړه وايي:

" له جګړې مخکې زما زوی فولکلوري نڅا محفل ته ورته، پیانو به یې غږوله او انګریزي یې زده کوله."

نوموړې زیاتوي: "خو د روسیې له برید وروسته اوس زما زوی غواړي یو سرتېری شي، زه نه شم کولی هغه بېرته هنرونو او مهربانۍ ته راوګرځوم."

د اوکرایین د ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي مېرمن اغلې زېلېنسکا وايي:"زه واقعا غواړم چې زما د زوی ماشومتوب بېرته هغه ته ورکړلی شي او هغه له خپل ژونده په بشپړ ډول خوند واخلي. "

اغلې زیلینسکا د ۱۸ کلنې اولیکساندرا مور هم ده، نوموړې امریکا ته د خپل سفر پرمهال د نورو ماشومانو او مېندو د کړاو په اړه هم خبرې وکړې.

د اوکرایین لومړۍ میرمن د چهارشنبې پر ورځ د امریکا کانګرس ته ۱۵ دقیقې وینا وکړه.

د اوکرایین د ولسمشر مېرمن اغلې زېلېنسکا د ځینو ټپي شویو او وژل شویو اوکراییني ماشومانو انځورنه او ویډیوګانې هم کانګرس ته ور وښودلې.

په انځورونو کې یو انځور د څلور کلنې لیزا ډیمیټریوا و چې د وینیټسیا ښار ختیځ کې یوه هوایي برید کې وژل شوې وه.

د اوکرایین لومړۍ میرمن د خپلې وینا پر مهال وویل:"موږ له هر پلار او هرې موره غواړو چې خپلو ماشومانو ته ووايي، په ارامه ویده شئ، نور به نه هوايي بریدونه کېږي، او نه به توغندي راځي. ایا دا ډېره لویه غوښتنه ده ؟ "

نوموړې وايي: "خو له بده مرغه جګړه پای ته نه ده رسېدلې او ترهګري دوام لري."

د اوکرایین لومړۍ میرمنې د لا زیاتو وسلو او هوايي دفاعي سیسټمونو غوښتنه وکړه.

دا وايي: "زه د وسلو غوښتنه کوم، هغه وسلې چې د بل چا په خاوره کې د جګړې لپاره نه کارول کېږي، بلکې د خپل کور د ساتنې لپاره کارول کېږي، هغه کور چې له خوبه په کې ژوندی راپاڅيږئ."

د امریکا د کانګرس غړو په پراخه کچه د لا زیاتو امنیتي مرستو لپاره د اوکرایین د غوښتنو ملاتړ وکړ، او تر اوسه یې اوکرایین ته شاوخوا ۸ ملیارد ډالر ورکړي دي.

اغلې زیلینسکا امریکا ته د خپل سفر په ترڅ کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن ، لومړۍ میرمن جېل بایډن او د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره هم وکتل.