سي اى اې وايي پوتين ناروغي نه لري

پوتین

د عکس سرچینه، EPA

    • Author, ګورډن کریرا جارج رایټ
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د امریکا څارګرې ادارې سي ای اې مشر وايي، داسې هېڅ استخباراتي معلومات نه شته، چې وښيي ولادیمر پوتین روغتیايي حالته بې ثباته دی او یا یې روغتیا ښه ده.

د یادونې ده، داسې ناتایید شوي رسنیز رپوټونه په ډېرېدو دي، چې ګواکې ښاغلی پوتین چې سږ کال ۷۰ کلن کېږي، ښايي ناروغ وي، یا ممکن په سرطان اخته وي.

خو سي ای مشر ویلیم برنز وايي، داسې هېڅ ثبوت نه شته چې دا ادعا ثابته کړي. نوموړي د ټوکې په انداز وویل، چې هغه ''خورا روغ رمټ '' ښکاري.

نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې امریکا وايي، اوکرایین ته به نورې داسې وسلې ورکړي چې په اوږده واټن کې هدف په نښه کوي.

له دې مخکې د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، په اوکرایین کې د دوی توجه اوس 'یوازې ' پر ختیځو سیمه نه ده.

د روسیې له دولتي رسنیو سره مرکه کې نوموړي وویل، له هغه وروسته چې لوېدېځوالو هېوادونو اوکرایین ته د اوږده واټن توغندي ورکړل، په ضمني توګه د مسکو ستراتېژي کې بدلون راغلی.

نوموړی وايي، روسي ځواکونه به اوس د خپل خوندیتوب لپاره اوکراییني ځواکونه د جګړې له لومړۍ کرښې نور هم شا ته وتمبوي.

ښاغلئ برنز د کولوراډو په اسپین امنیتي فورم کې د خبرو پر مهال وویل:

''د ولسمشر پوتین د روغتیا په هکله ډېر ګنګوسي شته، خو هغه څه چې موږ یې ویلای شو دا دي چې هغه خورا ډېر روغ رمټ دی. ''

هلته د ناستو خلکو خندا ته په غبرګون کې نوموړي زیاته کړه، چې دا رسمي استخباراتي قضاوت نه دی.

د ښاغلي برنز دا تصویر په ۲۰۱۴ کال کې هغه مهال اخیستل شوی چې په روسیه کې سفیر و.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ښاغلي برنز دا تصویر په ۲۰۱۴ کال کې هغه مهال اخیستل شوی چې په روسیه کې سفیر و.

ښاغلی برنز چې په مسکو کې یې د سفیر په توګه هم دنده درلوده وايي، له دوو لسیزو راهیسې د روسیې ولسمشر په هکله معلومات لري او تعامل یې ورسره کړی.

سي ای اې مشر وايي، ښاغلی پوتین پر ''کنټرول سخت باوري دی '' او په وینا یې هغه په څرګند ډول باور لري چې د روسیې مشر په حیث یې برخلیک دا دی چې روسیه به یو ځل بیا په یوه ستر قوت بدلوي.

د نوموړي په خبره د دې همدې فکر عملي کولو لپاره پوتین فکر کوي چې د روسیې په شاوخوا کې باید د دغه هېواد نفوذ ډېر شي او د اوکرایین له کنټروله پرته دی دا نه شي کولای.