تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لاوروف: روسیه د اوکرایین له ختیځه جګړه نورو سیمو ته هم غځوي
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، په اوکرایین کې د دوی توجه اوس 'یوازې ' پر ختیځو سیمه نه ده. د روسیې له دولتي رسنیو سره مرکه کې نوموړي وویل، له هغه وروسته چې لوېدېځوالو هېوادونو اوکرایین ته د اوږده واټن توغندي ورکړل، په ضمني توګه د مسکو ستراتېژي کې بدلون راغلی.
نوموړی وايي، روسي ځواکونه به اوس د خپل خوندیتوب لپاره اوکراییني ځواکونه د جګړې له لومړۍ کرښې نور هم شا ته وتمبوي.
له دې مخکې امریکا پر روسیې تور پورې کړی و، چې غواړي د اوکرایین خاورې ځینې برخې په خپله خاوره پورې غوټه کړي.
روسي ځواکونو په تېره فبرورۍ میاشت کې پر اوکرایین یرغل وکړ او دروغ ادعا یې وکړه، چې د اوکرایین په ختیځ دونباس سیمه کې د هغو خلکو ډله ییزه وژنه روانه ده، چې په روسي ژبه خبرې کوي او دوی غواړي دې وګړو سره د ازادۍ په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.
روسي ځواکونو د اوکرایین په ختیځ او سویل کې ځینې سیمې لاندې کړې دي، خو د پلازمېنې کیېف په نیولو کې پاتې راغلي او له هغه راهیسې ادعا کوي چې هدف یې یوازې د دونباس ازادول دي.
بل لور لوېدېځوالو هېوادونو له هماغې فبرورۍ میاشتې راهیسې په تدریجي ډول له اوکرایین سره د درنو وسلو مرستې زیاتې کړې.
ښاغلی لاوروف بیا وايي، له همدې کبله روسیې خپل هدفونه پراخ کړل.
نوموړي د روسیې ټلویزیون له مشهورې مبصرې او ار ټي خبري شبکې له مسوولې مدیرې مارګریتا سیمونیان سره مرکه کې وویل:
''موږ د اوکرایین هغې برخې ته چې د (اوکرایین ولسمشر ولودیمر)... زېلینسکي لخوا کنټرولېږي، اجازه نه شو ورکولای داسې وسلې وکاروي چې زموږ خاورې ته مخامخ خطر جوړوي. ''
نوموړی زیاتوي ''اوس جغرافیه بدله شوې '' او د خیرسون او زاپوریژیا سیمو یادونه یې وکړه، چې ګواکې د روسیې نوي هدفونه دي.
د یادونې ده، چې روسیې د دې دواړو سیمو ځینې برخې نیولې دي.