تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بايډن: منځني ختيځ کې چين، روسيې يا ايران ته تشه نه پرېږدو
د امريکا ولسمشر جو بايډن د خليج د همکارۍ شورا غړو هېوادونو (جي سي سي) د مشرانو غونډه کې وويل، هېواد يې لا هم منځني ختيځ ته پام کوي او اجازه به ورنکړي چې په دې سیمه کې د چين، روسيې يا ايران له خوا تشه ډکه شي.
دغه غونډه چې د سعودي عرب په جده ښار کې روانه ده، د سعودي کويت، متحده عرب اماراتو، قطر او بحرين تر څنګ په کې د عراق، اردن او مصر مشران هم ګډون لري.
ښاغلي بايډن غونډې ته په وينا کې وويل، "لکه څنګه چې په نوې نړۍ کې سيالي خورا سختېږي او هغه ننګونې چې موږ ورسره مخ يوو، نورې پېچلې کېږي، ما ته دا روښانېږي چې د منځني ختيځ د برياليتوب سره د امریکا ګټې څومره تړلې دي."
د امریکا ولسمشر په خپله وينا کې وويل، "واشنګټن به په دې غونډه کې له حاضرو هېوادونو سره خپلو نژدې همکاريو ته دوام ورکړي چې له هغو ګواښونو سره مقابله وکړي چې د ايران له خوا سيمې ته مخامخ دي. "
په ورته وخت کې نوموړي ويلي، چې د ايران پر اتومي پروګرام د محدويتونو بېرته لګولو لپاره د ډيپلوماسۍ لار به هم تعقيب کړي، خو زياته يې کړه چې ايران به هېڅکله هم اتومي وسلې ترلاسه نه کړي.
د ښاغلي بایډن د سفر په وروستۍ ورځ جده کې د غونډې له پيل مخکې نوموړي په چټکۍ د متحده عرب اماراتو، مصر او عراق له مشرانو سره هم دوه اړخيزې ناستې درلودې.
جوبايډن د جمعې په ورځ د سعودي عرب له وليعهد محمد بن سلمان سره چې د دغه هېواد غير رسمي واکمن بلل کېږي هم وکتل.
پر دې ناسته د بشري حقونو د فعالانو له خوا نيوکې هم وشوې.
د امریکا د امنیتي ادارو د اټکلونو له مخې محمد بن سلمان د جمال خاشقجي په وژنه کې لاس درلود.
له لیدنې وروسته ښاغلي بایډن یوې خبري غونډې ته وویل: ''د خاشقجي وژنې پر موضوع مې لیدنه کې خبرې وکړې، په څرګنده مې وویل چې د دې موضوع په هکله مې هغه وخت څه فکر کاوه او اوس څه فکر کوم. ''
له لیدنې مخکې د ښاغلي بایډن داسې تصویرونه خپار شول چې له ولیعهد محمد بن سلمان سره سوک جنګوي او دا په ظاهره د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو تودېدو په مانا بلل کېږي.
بل لور د جمال خاشقجي کوژدنې خدیجه چنګیزي سعودي عرب ته د ولسمشر بایډن پر سفر نیوکه کړې او په یوه ټویټر پیغام کې یې د دواړو سړیو له تصویر سره یو تصوراتي جمله لیکلې چې د دې په فکر جمال خاشقجي به ویلي وه:
''ایا دا هغه حساب غوښتنه ده، چې زما د وژنې په هکله دې ژمنه کړې وه؟ د ایم بي اېس (محمد بن سلمان) د بل قتل په وینو به ستا لاسونه ککړ وي. ''
پد امریکا سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، سعودي عرب ته د ولسمشر جو بایډن د سفر پرمهال سعودي چارواکو له بایډن سره د افغانستان د امنیت او په دې هېواد کې د ترهګرۍ له کبله د راپورته کېدونکي ګواښ په تړاو خبرې وکړې.
د سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، بایډن او د سعودي چارواکي له افغانستان سره د بشري مرستو د ملاتړ د دوام پر اهمیت هم وغږېدل او د اړمنو افغانو او د خلکو د حقونو پر خوندیتوب یې هم ټینګار وکړ.