تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکرایین کړکېچ؛ د روسیې راکټي برید کې ۲۲ کسان وژل شوي
اوکراییني چارواکي وايي، د ختیځ له لومړۍ کرښې کيېف لرې پر یوه ښارګوټي د روسیې له خوا توغنديز بريد کې د درېیو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي دي.
رپوټونه وايي په دغه برید کې شاوخوا ۱۰۰ کسان ټپيان شوي هم دي.
د رپوټونو له مخې، درې روسي توغندي په یوه دفتر لګېدلي او استوګنیزې ودانۍ یې زیانمنې کړې دي.
د اوکرایین د بېړني حالت خدمتونو ویلي، توغندي سهار په ۱۰:۵۰ بجو د دغه نهه پوړیزې دولتي ودانۍ د موټرو پر تمځای لګېدلي.
د وینیتسیا په مرکز کې پر استوګنیزو ودانیو هم بریدونه شوي چې شاوخوا ۳۷۰۰۰۰ کسان پکې اوسېږي.
د روسیې د دفاع وزارت چې تل یې د ملکي وګړو په نښه کول رد کړي تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.
د اوکرایین ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې برید د کالیبر کروز توغندیو په وسیله شوی چې د تور سمندرګي له یوه اوبتله توغول شوي دي.
د سیمه ییزو بېړنیو خدمتونو یوه لوړ پوړي چارواکي سیمه ییز تلویزیون سره خبرو کې ویلي، ودانۍ کې "ښايي هېڅ داسې کس و نه موندل شي چې له برید ژوندی پاتې شوی وي."
د اوکرایین ولسمشر زېلېنسکي دا کار"ښکاره ترهګریز عمل" بللی دی. نوموړي پر خواله رسینو خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي:"روسیه هره ورځ ملکي کسان وژني، اوکراییني ماشومان وژني، پر ملکي تاسیساتو بریدونه کوي چې پوځي هدف پکې نه وي. دا که ښکاره ترهګري نه ده نو څه دي؟"
پر اوکرایین د روسیې دغه برید داسې حال کې شوی چې تمه وه اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو او عدلیې وزیران د روسیې د ادعا شویو جنګي جرمونو په اړه یوه کنفرانس کې ګډون وکړي.
د اوکرایین د بهرنیو چارو وزیر دیمیتري کولبا پر روسیې تور لګوي چې پر وینیتسیا برید کې یې یو بل "جنګي جنایت" ترسره کړی.
هغه لیکلي:" موږ به د اوکرایینيانو د هر څاڅکي اوښکو او وینې په بدل کې د روسیې جنګي جنایت کاران محاکمه کړو."