تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تېرو شلو کلونو کې د یورو بیه د امریکايي ډالر پر وړاندې په بې سارې کچه لوېدلې ده
په تېرو شلو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د اروپايي کرنسۍ یورو بیه د امریکايي ډالر پر وړاندې بې سارې رالوېدلې ده.
چهارشنبه (جولايي ۱۳) د ډالر په مقابل کې د یوه یورو بیه صفر اعشاریه څلور سلنه ولوېده او له یوه ډالر په کمه بیه وپلورل شو.
د یورو د ارزښت د راټیټېدو لامل په اوکرایین کې روانه جګړه ده او اوس دا وېره شته چې روسیه به اروپا ته د انرژۍ رسول محدود کړي چې له دې سره به په اروپا کې د اقتصادي ځوړوالي شونتیا لا ډېره کړي.
د یورو ارزښت په ۱۹۹۹ کال کې د ډالر پرتله ټیټ و خو وروستی ځل چې یورو د یو ډالر پرتله په ټیټه بیه معامله کېده د ۲۰۰۲ کال په ډسمبر کې وو.
دا د یورو د بانک نوټونو او سکې له معرفي کېدو یوازې یو کال وروسته و.
د روان کال له پیل راهیسې د ډالر په مقابل کې د یورو ارزښت نژدې دولس سلنه رالوېدلی دی.
د اروپا مرکزي بانک د نرخونو په لوړولو کې له نورو مرکزي بانکونو وروسته پاتې دی، چې د اروپايي اسعارو، یورو بیه یې نوره هم کمزورې کړې ده.
کله چې مرکزي بانک د سود کچه یا ګټه لوړه کړي، د اسعارو بیه ورسره لوړېږي، ځکه چې نړیوال پانګه وال له دغو پیسو سره د شتمنیو د ساتلو لپاره د ډېر عاید تمه لري.
له بلې خوا، ډالر په وروستیو میاشتو کې پیاوړی پاتې شوی، ځکه چې د امریکا مرکزي بانک د سود نرخونه لوړ کړي او له بلې خوا پانګه اچوونکي د خپلو ډالري شتمنیو لپاره د خوندي ځای په لټه کې دي.
د یورو د ارزښت ټیټوالی اوس د دې لامل شوی چې اروپايي هیوادونو ته واردات ډېر ګران شي، په ځانګړې توګه د اومو تېلو په څېر توکي چې په ډالرو اخیستل کېږي .
دا به په اروپایی هیوادونو کې انفلاسیون یا د پیسو پړسوب ته دوام ورکړي.
د یادولو ده چې په تېره میلادي میاشت جون کې وار د مخه دغه هېوادونه د 8.6 سلنه د پیسو پړسوب شاهدان وو.
د اروپا د مرکزي بانک یوه ویاند ویلي چې دوی د اسعارو لپاره ځانګړې بیه نه ټاکې خو تل د نرخ د ټیکاو لپاره د لارښوونو سره سم په انفلاسیون باندې د تبادلې د نرخ اغېزو ته پام کوي.
تمه کېږي چې د اروپا مرکزي بانک راتلونکې اونۍ د سود کچه لوړه کړي.
له بلې خوا په تیرو څلوېښتو کلونو کې د لومړي ځل لپاره په امریکا کې د تېلو او خوراکي توکو د قیمتونو لوړېدو له امله بیې په چټکۍ سره ختلې دي.
د متحده ایالاتو د کار وزارت په وینا، په تېرو دولسو میاشتو کې د انفلاسیون کچه 9.1 سلنې ته لوړه شوې او له مئ میاشتې راهیسې یې 1.3 سلنه زیاتوالی موندلی دی.
د پټرولو بیه تېره میاشت ریکارډ کچې ته ورسېده او یو ګیلن په اوسط ډول پنځه ډالرو ته وخوت. تمه کېږي چې د امریکا مرکزي بانک به راتلونکې میاشت کې د سود کچه لوړه کړي.