اوکرایین پوځ وايي، د روسي پوځ د وسلو پر زېرمه یې د امریکايي توغندي برید کړی

د خپرېدو وخت

د اوکرایین پوځ وايي، په سویلي ښار نوفاکاخوفکا کې یې د روسي پوځ وسلو یوه زېرمه په نښه کړې او لسګونه روسي پوځیان یې وژلي دي. په ظاهره دا برید له امریکا د ترلاسه شویو توغندیو پر مټ شوی دی.

بل لور د سیمې نیواکګر روسي چارواکي وايي، برید پر کورونو او زېرمتونونو شوی چې پایله کې یې پنځه کسان وژل شوي او اتیا نور ټپیان دي.

تر اوسه د اوښتي زیان په هکله تایید شوي معلومات نه دي ترلاسه شوي. پر خواله رسنیو بیا ګڼ شمېر داسې ویډیويي کلیپونه لیدل شوي، چې درنې چاودنې پکې لیدل او اورېدل کېږي.

د اوکراییني ولسمشر سلاکار میخایلو پودولیاک وايي، دا برید د امریکايي هیمارس ډوله توغندي پر مټ شوی دی او په وینا یې 'د نړۍ دویم پوځ ' لپاره 'یو واقعي ټکر و. '

هیمارس د همدې ډول روسي توغندیو پرتله خورا ډېر کره ګوزار کوي او د روسيې تر کنټرول لاندې سیمو کې دا وروستیو کې د یو شمېر بریدونو وسیله بلل شوی.

روسي ځواکونو پر اوکرایین د یرغل لومړيو ورځو کې د خیرسون سیمې پراخې ځمکې ونیوې، خو له هغه وروسته چې د روسيې پوځ ډېره توجه د اوکرایین ختیځ ته شوه، اوکراییني پوځ پرې ځوابي بریدونه پیل کړل.

د روسیې له لوري ګومارل شویو چارواکو د وسلو کومې زېرمې یادونه نه ده کړې، خو په وینا یې هغو زېرمتونونو کې چاودنه شوې چې کیمیاوي سره په کې ساتل کېده، اوکراييني چارواکي بیا دا ادعا ردوي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې څوک او څومره کسان د دې برید ښکاري شوي، خو اوکرایین پوځ وايي، تر پنځوس ډېر روسي پوځیان پکې وژل شوي او پوځي تجهیزات ویجاړ شوي دي.