تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شري لنکا؛ د اپوزېسیون مشر غواړي د راجاپاکسا ځایناستی شي
شري لنکا کې د اپوزېسیون مشر ساجیت پرېماداسا بي بي سي ته ویلي پام کې لري چې د ګوتابایا راجاپاکسا تر ګوښه کېدو وروسته د دغه هېواد ولسمشریزو ټاکنو ته ودرېږي.
د هغه متحدو خلکو ځواک یا (اېس جی بي) ګوند وار له مخه خپلو متحدانو سره د ملاتړ ترلاسه کولو خبرې کړې دي.
شري لنکا له بې مخینې اقتصادي کړکېچ سره مخ ده او دا د دې لامل شوی چې زرګونه کسان د واکمنو مشرانو خلاف واټونو ته راووځي.
د دغه هېواد د اسعارو زېرمو په تمامېدو دي او له همدې کبله د خوړو، تېلو او درملو په څېر ان د لومړنیو اړتیا وړ توکو واردولو کې هم له ستونزو سره لاس ګریوان دی.
ولسمشر راجاپاکسا ژمنه کړې چې سبا چارشنبه استعفا کوي او د پارلمان رئیس ویلي چې قانون جوړونکي به د جولای په ۲۰مه نوی ولسمشر وټاکي.
ښاغلي پرېماداسا بي بي سي ته وویل که څوکۍ تشېږي، نو د نوموړي ګوند او متحدانو یې هوکړه کړې چې دی به ولسمشرۍ ته نوموي.
هغه په ۲۰۱۹ کال کې د ولسمشرۍ ټاکنې بایللې وې او اوس به هم بریا لپاره د واکمن اېتلاف د غړو رایو ته اړتیا ولري.
اوس چې د ولسمشر ګوتابایا راجاپاکسا او د هغه کورنۍ پر وړاندې د عمومي نارضایتي کچه لوړه ده، ده ته یوه موکه په لاس ورغلې.
راجاپاکسا کورنۍ تر دوو لسیزو ډېره موده سریلانکا کې د واک پر واګو منګولې ټینګې کړې.
تېر جون دغه هېواد کې د انفلاسیون کچه ۵۵ سلنې ته ورسېده چې ګڼ خلک یې د ژوند تېرولو کې ستونزو سره مخ کړي.
ښاغلي پرېماداس وايي ان دې هم چمتو دی چې د ټولو ګوندونو یوه ګډ لنډمهال حکومت کې هم ونډه واخلي.
د اېس جی بي ګوند مشر له دې کبله نیوکو سره مخ دی چې تېره اپرېل میاشت کې یې د لومړي وزیر په توګه د ټاکل کېدو وړاندیز رد کړ.
له همدې کبله د هغه سیال رانیل وېکرماسینګا لومړی وزیر وټاکل شو.
خو اوس هغه هم ژمنه کړې چې شري لنکا کې روانو ناندریو ته د پای ټکي اېښودل کېدو لپاره واک پرېږدي.
ښاغلی پرېماداسا د خپل هېواد اوسني حالات سربدالوونکي، ناڅرګند او کاملا ګډوډ بللي، د ده په وینا "اجماع، مشورې، توافق او یو موټي کېدو" ته اړتیا لري.
د ځايي رسنیو رپوټونو کې راغلي چې د شري لنکا د ګټنې وړ خزانو کچه ۲۵۰ میلیون ډالرو ته رالوېدلې ده.
د تېلو فلجوونکي کمښت هلته عامه ترانسپورت ځپلی دی.
له دې سره د برېښنا پرچاوۍ هم ځکه ډېرې شوي چې بریښنا کوټونه د فعالیت لپاره تېل نه لري.
د دغه کړکېچ له کبله روانه اوونۍ ښوونځي هم رخصت شول.
ډېر خلک په دې هڅه کې دي چې له دغه هېواده ځانونه وباسي.
ښاغلي پرېماداسا ویلي چې د دغو ستونزو حل ته بېړنۍ لارې نشته.
د نوموړي په وینا د دې لپاره چې دغه هېواد د ۲۰۱۹ کال وضعیت ته وګرځول شي، له څلورو تر پنځه کاله کار ته اړیا ده.
خو هغه دا هم ویلي چې ګوند یې پر اوسني اقتصادي کړکېچ برلاسۍ لپاره اقتصادي پلان لري.
عام خلک بیا وايي د پارلمان ټ،ل ۲۲۵ غړي شري لنکا کې د روان وضعیت مسوول دي او باید نورو څېرو ته فرصت ورکړ شي.